دیمن نښتې شبوه ولایت ته پراخې شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i84158-دیمن_نښتې_شبوه_ولایت_ته_پراخې_شوی_دی
زمونږخبریال وایی د یمن د استعفا شوی ولسمشر منصوری هادي د ځواکونو او د متحده عربی اماراتو تر ملاتړ لاندې د یمن دجنوب د انتقالي دشورا د عسکرو ترمینځ وسله والې نښتې اوس په جنوب کښې شبوه(Shabwah) ولایت ته هم غځیدلی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 23, 2019 08:09 Asia/Kabul
  • په امریکا ، اردن ، انګلستان سربیره سعودي عربستان او متحده عربي امارات دیمن د خلکو د وژلې او دبې وزلې او د هیواد دورانیدا اصلي مسول دي .
    په امریکا ، اردن ، انګلستان سربیره سعودي عربستان او متحده عربي امارات دیمن د خلکو د وژلې او دبې وزلې او د هیواد دورانیدا اصلي مسول دي .

زمونږخبریال وایی د یمن د استعفا شوی ولسمشر منصوری هادي د ځواکونو او د متحده عربی اماراتو تر ملاتړ لاندې د یمن دجنوب د انتقالي دشورا د عسکرو ترمینځ وسله والې نښتې اوس په جنوب کښې شبوه(Shabwah) ولایت ته هم غځیدلی دی .

د یمن په شبوه ولایت کښې د استعفا شوی ولسمشر منصور های د ځواکونو او د «النخبه الشبوانیه» په نوم د متحده عربی اماراتو تر ملاتړ لاندې د ځواکونو ترمینځ له وسله والو جنګونو وروسته چې د دواړو لورو ګڼ شمیر عسکر پکښې مړه او ژوبل شوی دی  د سعودی عربستان دتیریګر ائتلاف جنګی الوتکو دسیمې د پاسه الوتونه وکړل .

د یمن په جنوب کښې د سعودی عربستان دګوډاګیانو او دمتحده عربی اماراتو ترملاتړ لاندې د جنوب  انتقالی شورا د ځواکونو ترمینځ جنګونه د  روان میلادی کال د جولاۍ دمیاشتې له یودیرشمې (۳۱) نیټې راهسې پیل شوی دی .

د متحده عربی اماراتو تر ملاتړ لاندې دجنوب د انتقالی شورا  او دغه راز  د سعودی عربستان تر ملاتړې لاندې د یمن د استعفا شوی حکومت ځواکونه ددغه هیواد په جنوب کښې دیره دی .

په امریکا ، اردن ، انګلستان سربیره سعودی عربستان او متحده عربی امارات دیمن د خلکو د وژلې او دبې وزلې او د هیواد دورانیدا اصلی مسول دی .