له عربستان او اماراتو سره په مقابلې ټینګار وشو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i84215-له_عربستان_او_اماراتو_سره_په_مقابلې_ټینګار_وشو
دیمن د ملی ژغورنې د حکومت مشر عبدالعزیز بن حبتور نن له المیادین ټیلی ویژن سره په مرکه کښې د سعودی عربستان او دمتحده عربی اماراتو له استعمار سره د مقابلې غوښتنه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 25, 2019 12:05 Asia/Kabul
  • متحده عربي امارات  او سعودي په ۲۰۱۵ میلادي کال کښې په یمن باندې له حملې وروسته ددغه هیواد ځینې سیمې په لاس کښې لري .
    متحده عربي امارات او سعودي په ۲۰۱۵ میلادي کال کښې په یمن باندې له حملې وروسته ددغه هیواد ځینې سیمې په لاس کښې لري .

دیمن د ملی ژغورنې د حکومت مشر عبدالعزیز بن حبتور نن له المیادین ټیلی ویژن سره په مرکه کښې د سعودی عربستان او دمتحده عربی اماراتو له استعمار سره د مقابلې غوښتنه وکړه .

هغه دیمن په جنوب کښې د سعودی عربستان او دمتحده عربی اماراتو د عسکرو ترمینځ د جنګونو زیاتیدا ته په غبرګون کښې وویل د ګټو پرسر ددغو هیوادونو اختلافات په زیاتیدا دی .

بن حبتور د یمن په ابین(Abyan) ، عدن او لحج ولایتونو کښې د سعودی عربستان د امنیتی کمربندونو جوړولو او په شبوه ،حضر موت او المهره ولایتونو کښې د عربستان دعسکرو دیره کیدا ته په اشارې سره وویل تیریګر هیوادونه د زیاتو ګټو د ترلاسه کولو لپاره له یوبل سره سیالۍ کوی .

متحده عربی امارات  او سعودی په ۲۰۱۵ میلادی کال کښې په یمن باندې له حملې وروسته ددغه هیواد ځینې سیمې په لاس کښې لری او د حکومتی عسکرو پرضد له ځایی ګوډاګیانو استفاده کوی .

بل خبر دا چي د یمن عسکرو نن  په نکال نومي توغندي سره په نجران کښې په سدیس سیمه کېښ‎ې د سعودي عربستان دعسکرو په مرکز حمله وکوه او په لسګونو کسان یې مړه او ژوبل کړل .