دیمن پوځ دعربستان جیزان هوائی ډګربیا په توغندیو وویشت
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i84221-دیمن_پوځ_دعربستان_جیزان_هوائی_ډګربیا_په_توغندیو_وویشت
دعربستان په جنوب کې د ملک خالد ، جیزان او آبها هوائی ډګرونه دهغو جنګی الوتکو دسونګو رسونې او د ناستې پاستې ځایونه دی ، چې په یمن د سعودی ائیتلاف په حملو کې ورځینی استفاده کیږی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Aug 26, 2019 03:04 Asia/Kabul
  • دیمن پوځ  دعربستان جیزان هوائی ډګربیا په توغندیو وویشت

دعربستان په جنوب کې د ملک خالد ، جیزان او آبها هوائی ډګرونه دهغو جنګی الوتکو دسونګو رسونې او د ناستې پاستې ځایونه دی ، چې په یمن د سعودی ائیتلاف په حملو کې ورځینی استفاده کیږی .

زمونږخبریال راپور راکړ  د  یمن دپوځ  ویندوی جنرال یحیی سریع  بیګا په یولړ څرګندونو کې  ووئیل  ددغه هیواد د پوځ او ولسی مبارزو کمیټیو توغندوی یونټونو  د بدر یو په نامې سره  په ځای لسو بالیسټک توغندیو   د عربستان په جیزان  هوائی ډګر کې  د جنګی الوتکو اوآپاچی چورلکو د دریدو ګیراجونه  په نښه کړی او تباه کړی ئې دی . 

 راپورښئ په دغو توغندوی حملو کې  دسعودی عربستان  په لسګونو پوځیان  هلاک او ټپیان شوی دی .

 د یمن دپوځ اوولسی مبارزو کمیټیو  د بې پیلوټه الوتکو یونټونو هم  پرون د  عربستان دجنوب عسیر ولایت  ملک خالد هوائی ډګر  په نښه کړی  ؤ .

 د یمن دفاع وزیر  محمد ناصر العاطفی  په همدا وروستیو کې ټینګار کړی ،  دتیریګرو په وړاندې د جهنم دروازې خلاصې شوی  دی  او دیمن له خاورې به یو تیریګر  هم دژوندی بیرته ستنیدو تمه ونه لری .

 دعربستان په جنوب کې د  ملک خالد ، جیزان او آبها هوائی ډګرونه  دهغو جنګی الوتکو دسونګو  رسونې او د ناستې پاستې ځایونه دی ، چې  په یمن د سعودی ائیتلاف  په حملو کې ورځینی استفاده کیږی .