خارجی هیوادونه باید دترهګرو ډلو ملاتړ بند کړی
-
د سوریې دخلکو د کړاو او درد د ختمیدا یوازنۍ لاره دا ده چې د ترهګرۍ ملاتړي هیوادونه خپل ټروریسټان له سوریې وباسي .
مهر خبری اژانس وایی په ملګروملتونو کښې د سوریې دائمی استازی بشار جعفری پرون د خپل هیواد دمشکلاتو د ختمیدا یوازنۍ لاره له ټروریسټانو څخه د ترهګرۍ د ملاتړونو هیوادونو د حمایت بندیدا وبلله .
بشار جعفری دسوریې په باره کښې د امنیت شورا په غونډې کښې وویل د سوریې دخلکو د کړاو او درد د ختمیدا یوازنۍ لاره دا ده چې د ترهګرۍ ملاتړی هیوادونه خپل ټروریسټان له سوریې وباسی .
په ملګروملتونو کښې د سوریې استازی بشار جعفری دغه راز د استانه خبرو اترو ته په اشارې سره وویل دمشق چې د خپل برخلیک د ټاکلو د اصلی خاوند په توګه د سوریې د خلکو له پراخ ملاتړ څخه برخور دی د استانه د خبرواترو د نه کمزوری کیدا پرضرورت ټینګار کوی .
د استانه خبرې د ۲۰۱۷ میلادی کال له جنورۍ میاشتې راهسې د ایران په نوښت او د روسیې او د ترکیې په ملاتړ سره په سوریې کښې د سولې دټینګیدا په هدف سره پیل شوی دی .
ددغو خبرواترو اصلی نتیجه په سوریې کښې دتاوتریخوالی د کمیدا د سیمو رامینځته کیدل دی .