متحده عربی اماراتو په یمن کښې بمبارۍ وکړې
-
دیمن په جنوب کښې د سعودي عربستان او دمتحده عربي اماراتو تر ملاتړ لاندې د وسله والو کسانو جنګونه دوام لري .
مهر خبری اژانس وایی د متحده عربی اماراتو جنګی الوتکو دیمن په عدن ښار کښې استعفا شوی حکومت ته داړونده ځواکونو په مرکزونو بمباریو سره څلویښت(۴۰) کسان مړه او ژوبل کړل .
د متحده عربی اماراتو په دغو بمباریو کښې د یمن د استعفا شوی ولسمشر منصور هادی د ځواکونو شپږ(۶) لوړرتبه قومندان هم وژل شوی دی .
د یمن استعفا شوی حکومت په یوې (۱) بیانیې کښې ددغو حملو په غندلو سره د متحده عربی اماراتو حکومت له نړیوال قانون او دود څخه بهر او د ښکاره تیری بشپړه مسول وباله .
دیمن استعفا شوی حکومت دغه راز له سعودی عربستان څخه وغوښتل چې ددغه حکومت په څنګ کښې ووسی او د متحده عربی اماراتو حملې بندې کړی .
دسعودی عربستان حکومت تراوسه په دې هکله چپ پاتې دی .
دیمن په جنوب کښې د سعودی عربستان او دمتحده عربی اماراتو تر ملاتړ لاندې د وسله والو کسانو جنګونه دوام لری .