د عربستان او د اماراتو چارواکی پاکستان ته تللی
-
سعودي عربستان او متحده عربي امارات له پاکستان څخه په سیمه په تیره بیا دیمن په جنګ کښې دخپلو هدفونو د اجرا لپاره استفاده کوي .
زمونږ خبریال وایی د سعودی عربستان په بهرنیو چارو کښې سلاکار وزیر عادل بن احمد الجبیر او د متحده عربی اماراتو دباندنیو چارو وزیر شیخ عبدالله بن زاید بن سلطان ال نهیان په اسلام اباد کښې د پاکستان له لومړی وزیر عمران خان سره په کتنې کښې دسیمې د مهمو مسائیلو په تیره بیا د کشمیر د حالاتو او د پاکستان د اقتصادی حالت په هکله خبرې وکړې .
اسلام اباد ته د سعودی عربستان او د متحده عربی اماراتو د خارجه وزارت د مسولانو سفر په داسې حال کښې دی چې پاکستان په تیر یوه (۱)کال کښې د مشکلاتو د حل کولو لپاره له دغو دوو(۲) عربو څخه کابو پینځه (۵) میلیارډه ډالره پورونه ترلاسه کړی دی .
د پاکستان مرکزی بانک په تیر میلادی کال کښې دخپل هیواد بهرنی پورونه پینځه نوی (۹۵) میلیارډه او درې سوه څلویښت (۳۴۰) میلیونه ډالره اعلان کړی وو .
د پاکستان سیاسی ګوندونه او ډلې باوری دی چې سعودی عربستان او متحده عربی امارات د اسلام اباد حکومت ته دپورونو په ورکولو سره له پاکستان څخه په سیمه په تیره بیا دیمن په جنګ کښې دخپلو هدفونو د اجرا لپاره استفاده کوی .