متحده عربی اماراتو دیمن عدن ته نور زغرګاډی واستول
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i84459-متحده_عربی_اماراتو_دیمن_عدن_ته_نور_زغرګاډی_واستول
زمونږ خبریال وایی متحده عربی اماراتو دیمن په جنوب کښې تر خپل ملاتړ لاندې د وسله والو ملیشاو دحمایت په دوام کښې عدن ته په لسګونو نور زغرګاډی واستول .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 06, 2019 09:34 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د امریکا او د انګلستان په ملاتړ سره تراوسه دیمن دخلکو پرضد ډیر ظلمونه او جنایتونه کړي دي .
    سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د امریکا او د انګلستان په ملاتړ سره تراوسه دیمن دخلکو پرضد ډیر ظلمونه او جنایتونه کړي دي .

زمونږ خبریال وایی متحده عربی اماراتو دیمن په جنوب کښې تر خپل ملاتړ لاندې د وسله والو ملیشاو دحمایت په دوام کښې عدن ته په لسګونو نور زغرګاډی واستول .

متحده عربی اماراتو کابو شپیته (۶۰) زغرګاډی چې په کشتۍ  کښې عدن ته وړل شوی وو د جنوب انتقالی شورا ته داړونده ځواکونو په مرکزونو کښې دیره کړل .

له دغه اقدام څخه د متحده عربی اماراتو هدف په عدن کښې د جنوب انتقالی شورا ته داړونده ملیشا ځواکونو پیاوړی کول دی .

دسعودی عربستان تر ملاتړ لاندې د یمن د استعفا شوی ولسمشر منصور هادی له ځواکونو سره په عدن کښې د متحده عربی اماراتو ته د اړونده دجنوب د انتقالی شورا د ځواکونو جنګونه د روان میلادی کال د اګست دمیاشتې له لومړۍ (۱)نیټې څخه پیل شوی دی .

سعودی عربستان او متحده عربی اماراتو د امریکا او د انګلستان په ملاتړ سره تراوسه دیمن دخلکو پرضد ډیر ظلمونه او جنایتونه کړی دی او په لسګونو زره خلک یې وژلی او ژوبل کړی دی .