متحده عربی اماراتو دیمن عدن ته نور زغرګاډی واستول
-
سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د امریکا او د انګلستان په ملاتړ سره تراوسه دیمن دخلکو پرضد ډیر ظلمونه او جنایتونه کړي دي .
زمونږ خبریال وایی متحده عربی اماراتو دیمن په جنوب کښې تر خپل ملاتړ لاندې د وسله والو ملیشاو دحمایت په دوام کښې عدن ته په لسګونو نور زغرګاډی واستول .
متحده عربی اماراتو کابو شپیته (۶۰) زغرګاډی چې په کشتۍ کښې عدن ته وړل شوی وو د جنوب انتقالی شورا ته داړونده ځواکونو په مرکزونو کښې دیره کړل .
له دغه اقدام څخه د متحده عربی اماراتو هدف په عدن کښې د جنوب انتقالی شورا ته داړونده ملیشا ځواکونو پیاوړی کول دی .
دسعودی عربستان تر ملاتړ لاندې د یمن د استعفا شوی ولسمشر منصور هادی له ځواکونو سره په عدن کښې د متحده عربی اماراتو ته د اړونده دجنوب د انتقالی شورا د ځواکونو جنګونه د روان میلادی کال د اګست دمیاشتې له لومړۍ (۱)نیټې څخه پیل شوی دی .
سعودی عربستان او متحده عربی اماراتو د امریکا او د انګلستان په ملاتړ سره تراوسه دیمن دخلکو پرضد ډیر ظلمونه او جنایتونه کړی دی او په لسګونو زره خلک یې وژلی او ژوبل کړی دی .