دبحرین ځواکونو په ماتمیانویرغل کړی دی
-
دبحرین ال خلیفه دیکتاتور رژیم له تیرو څو کلونو راهسې د هیواد دخلکو ځپلوته دوام ورکړی او تراوسه یې ډیر کسان وژلي هم دي .
مهر خبری اژانس وایی د بحرین دال خلیفه رژیم حکومتی عسکرو د اوښلنو ګازونو په کارولو سره په حسینی ماتمیانو یرغل وکړ .
کله چې حسینی ماتمیانو په« لبیک یاحسین» شعار سره د بحرین په النویدرات سیمه کښې د ویر مراسم پیل کړ نو د ال خلیفه رژیم امنیتی ځواکونو په اوښلنو ګازونو سره په هغوې برید وکړ اود مراسمو دترسره کیدا مخه یې ونیوله .
دبحرین دبشری حقوقو ټولنې هم په تیرې دوشنبې ورځ په هیواد کښې دمحرم په ورځو کښې د حسینی عزادارۍ د ترسره کیدا وخت د حکومت لخوا د دینی ازادیو د نهویشتو(۲۹) خلاف ورزیو د ثبتیدا خبر ورکړ .
د بحرین دبشری حقوقو ټولنې وویل د هیواد امنیتی چارواکو د محرم دمیاشتې له پیلیدا راهسې تراوسه پینځه (۵) شیعه مذهبی علما او پینځه (۵) مداحان او د امامباړو دوه(۲) مشران احضار کړی او یوشمیر یې نیولی هم دی .
دبحرین ترټولو ستر سیاسی ګوند وفاق په مذهبی علماو او د عاشورا په بیلګو او نښو حملو کولو کښې د ال خلیفه رژیم اقدامات بوږونکی جنایت بللی دی .
دبحرین ال خلیفه دیکتاتور رژیم له تیرو څو کلونو راهسې د سعودی عربستان د متحده عربی اماراتو ، امریکا ، انګلستان او د اردن په ملاتړ او مرستې سره د هیواد دخلکو ځپلوته دوام ورکړی او تراوسه یې ډیر کسان وژلی هم دی .