د یمن عسکرو دعربستان درې پوځیان ووژل
Sep 23, 2019 01:48 Asia/Kabul
-
سعودي عربستان له ۲۰۱۵ میلادي کال راهسې دیمن دبې ګناه خلکو پرضد بمباریو ، حملو او جنایتونو ته دوام ورکړی .
زمونږ خبریال وایی د یمن دپوځ عسکرو بیګا د سعودی عربستان په جنوب کښې د عسیر ولایت په الربوعه سیمه کښې درې (۳) حکومتی پوځیان ووژل .
د یمن دفاع وزیر برید جنرال محمد ناصر العاطفی څه موده مخکې ټینګار کړی وو د تیریګرو پرمخ دجهنم ورونه خلاص شوی دی .
دیمن پوځ او ولسی کمیټیو دغه راز پرون یو ځل بیا د سعودی عربستان په جنوب کښې دعسیر ولایت «علب »لارې ته نږدې د عربستان د ائتلاف د ګوډاګیانو په مرکزونو د زلزال یو ډوله دوو (۲) توغندیو بریدونه وکړل .
د یمن سرچینو وویل په دغه توغندوی بریدونو کښې د سعودی عربستان په لسګونو ګوډاګیان هلاک یا ژوبل شوی دی .
سعودی عربستان له ۲۰۱۵ میلادی کال راهسې دیمن دبې ګناه خلکو پرضد بمباریو ، حملو او جنایتونو ته دوام ورکړی او دغه هیواد یې له سترې تباهۍ سره مخ کړی دی .
ټیګونه