د یمن عسکرو دعربستان درې پوځیان ووژل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i84787-د_یمن_عسکرو_دعربستان_درې_پوځیان_ووژل
زمونږ خبریال وایی د یمن دپوځ عسکرو بیګا د سعودی عربستان په جنوب کښې د عسیر ولایت په الربوعه سیمه کښې درې (۳) حکومتی پوځیان ووژل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 23, 2019 01:48 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان له ۲۰۱۵ میلادي کال راهسې دیمن دبې ګناه خلکو پرضد بمباریو ، حملو او جنایتونو ته دوام ورکړی .
    سعودي عربستان له ۲۰۱۵ میلادي کال راهسې دیمن دبې ګناه خلکو پرضد بمباریو ، حملو او جنایتونو ته دوام ورکړی .

زمونږ خبریال وایی د یمن دپوځ عسکرو بیګا د سعودی عربستان په جنوب کښې د عسیر ولایت په الربوعه سیمه کښې درې (۳) حکومتی پوځیان ووژل .

د یمن دفاع وزیر برید جنرال محمد ناصر العاطفی څه موده مخکې ټینګار کړی وو د تیریګرو پرمخ دجهنم ورونه خلاص شوی دی .

دیمن پوځ او ولسی کمیټیو دغه راز پرون یو ځل بیا د سعودی عربستان په جنوب کښې دعسیر ولایت «علب »لارې ته نږدې د عربستان د ائتلاف د ګوډاګیانو په مرکزونو  د زلزال یو ډوله  دوو (۲) توغندیو بریدونه وکړل .

د یمن سرچینو وویل په دغه توغندوی بریدونو کښې د سعودی عربستان په لسګونو ګوډاګیان هلاک یا ژوبل شوی دی .

سعودی عربستان له ۲۰۱۵ میلادی کال راهسې دیمن دبې ګناه خلکو پرضد بمباریو ، حملو او جنایتونو ته دوام ورکړی او دغه هیواد یې له سترې تباهۍ سره مخ کړی دی .