د یمن پوځ به تیریګرو ته بیاهم غاښ ماتونکی ځواب ورکړی
د یمن دپوځ ویندوی یحیی سریع هم پرون وئیلی دی ،د یمن دپوځ او ولسی مبارزو کمیټیو د نصر من ا...دعملیاتو لپاره له شپږو میاشتو راهسې اطلاعاتی او پیژندونکی فعالیتونه او پلانونې کړی وې .هغه زیاته کړې ، دغه عملیات په څو میاشتو کې په دقیقې څارنې او اطلاعاتو سره ترسره شوی او د یمن دپوځ بیلابیلو یونټونو پکې برخه اخستې ده .
زمونږخبریال راپور راکړ د یمن دملی نجات حکومت د اطلاعاتو وزیر ضیف ا.... الشامی له ا لمیادین ټیلیویژنی چینل سره په خبرو کې د یمن مظلوم ولس ته په نصرٌ من ا... نومی پوځی عملیاتو کې دبریالیتوب مبارکی وئیلی او روښانه ئې کړې ده ، سعودیان دې پوه شی چې که په یمن تیریو ته دوام ورکړی ،نو د دوی حملې او ځوابونه به نوره هم سخت وی.
په عین حال کې دیمن د انصار ا... ولسی غورځنګ و یندوی محمد عبدالسلام هم وئیلی دی ، د نصر من ا... عملیات په درستو سویو کې د سعودیانو لپاره یولړ درسونه درلودل .
همداراز د یمن دپوځ ویندوی یحیی سریع هم پرون وئیلی دی ،د یمن دپوځ او ولسی مبارزو کمیټیو د نصر من ا... دعملیاتو لپاره له شپږو میاشتو راهسې اطلاعاتی او پیژندونکی فعالیتونه او پلانونې کړی وې . هغه زیاته ک ړې ، دغه عملیات په څو میاشتو کې په دقیقې څارنې او اطلاعاتو سره ترسره شوی او د یمن دپوځ بیلابیلو یونټونو پکې برخه اخستې ده .
راپورښئ په دغو عملیاتو کې د سعودی عربستان په زرګونو پوځیان او تالی څټی هلاک اوټپیان شوی دی او دغه راز کابو دوه زره ژوندی نیول شوی او د هغوی په سلګونو ټانکونه ،تجهیزات ،پوځی ګاډی اونور وسایل هم ولجه کړائ شوی دی .