د عراق د ولس روا غوښتنې په بشپړ ډول پوره کیږی
نښانې ښئ دغه مظاهرې خودجوشه نه دی او پرَدی او شر غواړو پکې رول درلودلی دی ، وئیل کیږی ، په عراق کې د مظاهرو دترسره کولو په باب په تویټر او نورو ټولنیزو چینلونو کې خپره شوی کابو اویا فی صده پیغامونه دسعودی عربستان له کارونکو سره اړونده دی .
فارس خبری آژانس راپورورکړ دعراق لومړی وزیر عادل عبدالمهدی نن سهار وختی د عراق له حکومتی ټیلیوژن څخه په وینا کې ددې خبرې په کولو سره چې ددې لپاره هیڅ خنډ نشته چې د خلکو غږ منتقل شی ، د عراق په درستو ولایتونو کې ئې د عادی وضعیَت دبیرته ستنیدا غوښتنه وکړه .
د عراق لومړی وزیر په دې دډاډمنیدا لباره چې د مظاهره چیانو په ضد تاؤتریخوالی څخه کار نه اخستل کییږی ،قانونی کمیټیو دجوړولو خبر ورکړ او ټینګار ئې وکړ ،حکومت د اقتصادی اصلاحاتو اجرا پیل کړې ده څو د ځوانانو لپاره کارکسب برابر شی او ځینی پلانونه به پارلیمان ته وړاندې کړو چې دهغو په اساس حکومت له اړمنو کورنیو سره تر ډ یره حده مرسته وکړی .
عادل عبدالمهدی همداراز ووئیل ، عراق فیصله کړې ، په وروستیو اعتراضونو کې درست نیول شوی کسان خوشی کړی له هغو کسانو پرته چې جنائی جرمونه ئې کړی دی .
د عراق د مشترکه عملیاتو د کمیشن ویندوی یحیی رسول هم پرون ناوخته وئیلی ، په بغداد او دهیواد په نورو ولایتونو کې امنیتی وضعیّت په بشپړ ډول په کنټرول کې دی او په ځینو ولایتونو کې کرفیو یا ګرځبندیز لګیدلی دی .
د عراق د بغداد په شمول ځینی ولایتونه په همداووروستیو کې د عمومی خدماتوپه نامناسبت وضعیت، دکارکسب پر نشتوالی او دغه راز په اداری فساد باندې په اعتراض کې مظاهرې شوی چې په دغو اعتراضونو اومظاهرو کې وئیل کیږی یو شمیر کسانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده .نښې نښانې ښئ دغه مظاهرې خودجوشه نه دی او پرَدی او شر غواړو پکې رول درلودلی دی ، وئیل کیږی ، په عراق کې د مظاهرو دترسره کولو په باب په تویټر او نورو ټولنیزو چینلونو کې خپره شوی کابو اویا فی صده پیغامونه دسعودی عربستان له کارونکو سره اړونده دی .