دسولې لاره د تیریګرې په ختمیدا سره پیلیږی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i85080-دسولې_لاره_د_تیریګرې_په_ختمیدا_سره_پیلیږی
تسنیم خبری اژانس وایی د یمن دپوځ لوی درستیز برید جنرال «محمد عبدالکریم الغماری »ټینګار وکړ دسولې لاره ددښمن لخواد تیریګرۍ په بندیدا ، د کلابندۍ په ختمیدا او د عمل په جدیت سره پیلیږی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 07, 2019 12:27 Asia/Kabul
  • د امریکا حکومت سعودي عربستان ته د کارپيژاندو ، وسلو او د نورو سیسټمونو په استولو سره د عربستان پیسې غلا کوي .
    د امریکا حکومت سعودي عربستان ته د کارپيژاندو ، وسلو او د نورو سیسټمونو په استولو سره د عربستان پیسې غلا کوي .

تسنیم خبری اژانس وایی د یمن دپوځ لوی درستیز برید جنرال «محمد عبدالکریم الغماری »ټینګار وکړ دسولې لاره ددښمن لخواد تیریګرۍ په بندیدا ، د کلابندۍ په ختمیدا او د عمل په جدیت سره پیلیږی .

هغه وویل د یمن ځواکونه اوس پیاوړی شوی دی او دفاعی وسلې لری او په دغو وسلو سره له بریالیتوب ډک عملیات اجرا کولای شی او زیاته یې کړه که چیرې دښمن یعنی سعودی عربستان د اوږد جنګ غوښتونکی وی نو یمن هم دفاع ته چمتو دی .

دیمن د پوځ لوی درستیز محمد عبدالکریم الغماری ټینګار وکړ که چیرې دیمن پرضد د سعودی عربستان دائتلاف تیریګرۍ دوام ولری نو په هماغه اندازه به دیمن دفاعی او جایز عملیات زیات شی او د عربستان بیلابیلو هدفونو ته به تاوان ورسوی او دیمن د پوځ هدفونه به پراخ شی .

هغه وویل  د امریکا حکومت سعودی عربستان ته د کارپیژاندو ، وسلو او د نورو سیسټمونو په استولو سره د عربستان پیسې غلا کوی او د تیریګرې اوږدول د امریکا او د اسرائیلو هدف دی .