د سورئې بحران په پوځی اقداماتو سره نه حل کیږی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i85332-د_سورئې_بحران_په_پوځی_اقداماتو_سره_نه_حل_کیږی
محمد جواد ظریف یو ځل بیا دترکیې چارواکو ته سپارښتنه کړې ، د سرحدی شخړو او ترینګلتیاؤ دحل لپاره د سورئې او ترکیې ترمینځ د آدانا شوی موافقه حل لاره ده او باید دواړه هیوادونه په مشورې او خبرواترو سره شخړه حل کاندی ،ځکه پوځی اقدامات د یوې مسئلې هم حل نشی کیدلی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 19, 2019 03:13 Asia/Kabul
  • د سورئې بحران په پوځی اقداماتو سره نه حل کیږی

محمد جواد ظریف یو ځل بیا دترکیې چارواکو ته سپارښتنه کړې ، د سرحدی شخړو او ترینګلتیاؤ دحل لپاره د سورئې او ترکیې ترمینځ د آدانا شوی موافقه حل لاره ده او باید دواړه هیوادونه په مشورې او خبرواترو سره شخړه حل کاندی ،ځکه پوځی اقدامات د یوې مسئلې هم حل نشی کیدلی .

زمونږخبریال راپورراکړ د  اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف بیګا یو ځل بیا  د سیمې په تیره بیا د سورئې د شمالی سیمو د وروستیو بدلونونو په باب  د ترکیې له خارجه وزیر مولود چاووش اوغلو سره  دټیلیفون له لارې  خبرې اترې او دنظر تبادله وکړه .

 محمد جواد ظریف یو ځل بیا  دترکیې  چارواکو ته  سپارښتنه کړې ،  د سرحدی شخړو او ترینګلتیاؤ دحل لپاره د سورئې او ترکیې ترمینځ   د آدانا شوی موافقه حل لاره ده او باید  دواړه  هیوادونه  په مشورې او خبرواترو سره شخړه حل کاندی ،ځکه  پوځی اقدامات د یوې مسئلې  هم حل نشی کیدلی .

د سورئې  ځینو سرچینو وئیلی دی ،  پرون هم د سورئې په شمال کې  د حسکه ولایت  د راس العین ښار په شاوخوا د ترکیې  دپوځ هوائی  او توغندوی حملو دوام  درلود،  حال دا چې  د دامریکا  دولسمشر مرستیال مایک پنس دپنجشنبې په مازدیګر  د سورئې په شمالی سیمو کې د موقته اوور بند د ټینګیدا لپاره د ترکیې اوامریکا د موافقې خبر ورکړی  ؤ ، او وئیلی ئې وو چې ترکیې تر پنځو ورځو پورې له اوور بند سره موافقه کړې ده .

  د سورئې په شمال ختیځ  د ترکیې دپوځ پراخ عملیات د اکتوبر په نهمه نیټه  د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان  په فرمان سره  او د کرد وسلوالو ډلو  سره د مقابلې په پلمه هاله پیل شوی چې له دغې حملې مخکې ئې  دامریکا له ولسمشر ټرمپ سره   په ټیلیفون مشورې هم کړې وې .

Image Caption

 

له دې سره په یووخت د سورئې ولسمشر بشار اسدد سورئې په چارو کې د روسیې له ځانګړی استازی الیګذنډرلاورنتیف سره په کتنې کې ددغه هیواد پر شمالی سیمو تیریګر ځواکونه نیواکګر بللی او له سورئې ئې  د هغوی پر وتلو ټینګار کړی دی .