د سورئې بحران په پوځی اقداماتو سره نه حل کیږی
محمد جواد ظریف یو ځل بیا دترکیې چارواکو ته سپارښتنه کړې ، د سرحدی شخړو او ترینګلتیاؤ دحل لپاره د سورئې او ترکیې ترمینځ د آدانا شوی موافقه حل لاره ده او باید دواړه هیوادونه په مشورې او خبرواترو سره شخړه حل کاندی ،ځکه پوځی اقدامات د یوې مسئلې هم حل نشی کیدلی .
زمونږخبریال راپورراکړ د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف بیګا یو ځل بیا د سیمې په تیره بیا د سورئې د شمالی سیمو د وروستیو بدلونونو په باب د ترکیې له خارجه وزیر مولود چاووش اوغلو سره دټیلیفون له لارې خبرې اترې او دنظر تبادله وکړه .
محمد جواد ظریف یو ځل بیا دترکیې چارواکو ته سپارښتنه کړې ، د سرحدی شخړو او ترینګلتیاؤ دحل لپاره د سورئې او ترکیې ترمینځ د آدانا شوی موافقه حل لاره ده او باید دواړه هیوادونه په مشورې او خبرواترو سره شخړه حل کاندی ،ځکه پوځی اقدامات د یوې مسئلې هم حل نشی کیدلی .
د سورئې ځینو سرچینو وئیلی دی ، پرون هم د سورئې په شمال کې د حسکه ولایت د راس العین ښار په شاوخوا د ترکیې دپوځ هوائی او توغندوی حملو دوام درلود، حال دا چې د دامریکا دولسمشر مرستیال مایک پنس دپنجشنبې په مازدیګر د سورئې په شمالی سیمو کې د موقته اوور بند د ټینګیدا لپاره د ترکیې اوامریکا د موافقې خبر ورکړی ؤ ، او وئیلی ئې وو چې ترکیې تر پنځو ورځو پورې له اوور بند سره موافقه کړې ده .
د سورئې په شمال ختیځ د ترکیې دپوځ پراخ عملیات د اکتوبر په نهمه نیټه د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په فرمان سره او د کرد وسلوالو ډلو سره د مقابلې په پلمه هاله پیل شوی چې له دغې حملې مخکې ئې دامریکا له ولسمشر ټرمپ سره په ټیلیفون مشورې هم کړې وې .
له دې سره په یووخت د سورئې ولسمشر بشار اسدد سورئې په چارو کې د روسیې له ځانګړی استازی الیګذنډرلاورنتیف سره په کتنې کې ددغه هیواد پر شمالی سیمو تیریګر ځواکونه نیواکګر بللی او له سورئې ئې د هغوی پر وتلو ټینګار کړی دی .