سعودی عربستان په یمن بریدونه زیات کړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i85435-سعودی_عربستان_په_یمن_بریدونه_زیات_کړی_دی
فارس خبری اژانس وایی د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع بیګا په شمالی سیمو د عربستان د تیریګر ائتلاف د جنګی الوتکو د پراخو حملو خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 24, 2019 01:54 Asia/Kabul
  • دیمن اکثره ماشومان د اوبو ، دخوراکي موادو او د درملو د کمښت په دلیل مړ کیږي .
    دیمن اکثره ماشومان د اوبو ، دخوراکي موادو او د درملو د کمښت په دلیل مړ کیږي .

فارس خبری اژانس وایی د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع بیګا په شمالی سیمو د عربستان د تیریګر ائتلاف د جنګی الوتکو د پراخو حملو خبر ورکړ .

هغه وویل د سعودی عربستان دتیریګر ائتلاف جنګی الوتکو په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې په شمال کښې په« صعده» او په شمال لویدیځ کښې په «حجه» ولایتونو باندې څه دپاسه یوسل اویا (۱۷۰) ځله بمبارې کړی دی چې له کبله یې په لسګونو ملکی وګړی وژل شوی او ژوبل شوی دی .

سعودی عربستان د امریکا ، د متحده عربی  اماراتو او د څو نورو هیوادونو په ملاتړ سره له ۲۰۱۵ میلادی کال راهسې د یمن دخلکو پرضد حملو او له سمندر، ځمکې او هوا څخه کلابندۍ ته دوام ورکړی دی .

دغه راز په یمن کښې د ملګروملتونو د پراختیا  د پروګرامونو مدیر اخیم اشتاینر (Achim Steiner) پرون وویل په دغه هیواد کښې په هرو دولسو (۱۲) دقیقو کښې یو(۱) ماشوم چې عمرونه یې له پینځو (۵) کلونو کم دی  مړ کیږی .

هغه په دې خبرې سره چې دغه شمیرنې په یمن د سعودی عربستان د تیریګر ائتلاف د حملو له کبله د انسانی حالاتو د ډیر خرابیدا ښودنه کوی وویل دیمن اکثره ماشومان د اوبو ، دخوراکی موادو او د درملو د کمښت په دلیل مړ کیږی .

په بشر دوستانه چارو کښې د ملګروملتونو د سرمنشی مرستیال مارک لوکوک(Mark Lowcock) هم څه موده مخکې وویل یمن د تاریخ ترټولو بدې انسانی غمیزې سره مخ دی .