د سوریې پوځ ادلب ته درانه تجهیزات ولیږدول
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i85458-د_سوریې_پوځ_ادلب_ته_درانه_تجهیزات_ولیږدول
فارس خبری اژانس وایی د سوریې پوځ د ادلب ولایت په جنوب کښې د ترهګرو ډلو پرضد د پوځی عملیاتو لپاره دغه سیمې ته درانه پوځی تجهیزات واستول .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 25, 2019 01:49 Asia/Kabul
  • ترهګرو پرون د سوریې د شمال ختیځ د حسکه ولایت په شمال لویدیځ کښې دعسکرو په مرکزونو برید وکړ  .
    ترهګرو پرون د سوریې د شمال ختیځ د حسکه ولایت په شمال لویدیځ کښې دعسکرو په مرکزونو برید وکړ .

فارس خبری اژانس وایی د سوریې پوځ د ادلب ولایت په جنوب کښې د ترهګرو ډلو پرضد د پوځی عملیاتو لپاره دغه سیمې ته درانه پوځی تجهیزات واستول .

له وسلو څخه  له پاکې سیمې څخه له  شاتګ کولو سره د ادلب ولایت په ریف سیمه کښې د ترهګرو ډلو له مخالفت او د اوربند د موافقې له خلاف ورزۍ کولو وروسته د سوریې پوځ د ادلب ولایت د دجنوب د جبهې د ملاتړ او د پوځی عملیاتو د ترسره کولو لپاره دغه سیمې ته  درانه پوځی تجهیزات واستول .

د سوریې ولسمشر بشار اسد هم په تیرې دوشنبې ورځ د ادلب ولایت د جنګ یوې (۱) جبهې ته په ورتلو سره وویل د ادلب جنګ په هیواد کښې د ترهګرۍ د  له مینځه وړلو او د جنګ دختمولو لپاره یوه (۱) ترټولو اساسی جګړه ده .

بل خبر دا چې ترکیې ته اړونده ترهګرو پرون د سوریې د شمال ختیځ د حسکه ولایت په شمال لویدیځ کښې د سوریې دعسکرو په مرکزونو برید وکړ  حکومتی ځواکونه دغه برید په شا وتمبوه .