ایران د یمن والوترمینځ د خبرو او اووربند ټینګیدااړینه ګڼی
جواد ظریف په دغې کتنې کې له یمن سره د انسانی مرستو د لیږدولو لپاره د اسلامی ایران پر چمتووالی یو ځل بیا ټینګار کړی دی .
زمونږخبریال راپور راکړ د اسلامی ا یران خارجه وزیر محمد جواد ظریف بیګا په تهران کې د یمن د انصار ا...ولسی غورځڼګ له ویندوی محمد عبدالسلام او ورسره پلاوی سره په کتنې کې د یمن د کابو پنځه کلن تپلی جنګ او کلابندۍ له امله په سختو شرائطو خواشینی ښودلې او ددغه هیواد د کلابندۍ او د عامو خلکو دقتل عام د ختمولو غوښتنه ئې کړې ده .
جواد ظریف په دغې کتنې کې له یمن سره د انسانی مرستو د لیږدولو لپاره د اسلامی ایران پر چمتووالی یو ځل بیا ټینګار کړی دی .
د یمن دانصار ا ... غورځنګ ویندوی او دیمن د خبرواترو د مرکچی ټیم مشر محمد عبدالسلام هم په دغې کتنې کې دیمن له مظلوم ولسه د اسلامی ایران د ملاتړونو په قدرونې سره د ایران د خارجه وزیر لپاره د یمن د بحران دسیاسی حل لاروپه زمینې کې دلرلیدونو او همداراز د دغه هیواد دانسانی غمیزو په باب هم راپور وړاندې کړ .
په یمن کې د سعودی عربستان او دهغو دمتحدانو وحشی ډوله جنایتونه نه یوازې په دغه هیواد کې د خوراکی او درملیزو موادو د سخت کمښت لامل شوی ، بلکې تر دې دمه ئې په لسګونو زره یمن وال په وینو کې لیت پیت کړی او دغه راز ئې په میلیونونو نور کډه په سر کړی دی .