د نوي حکومت جوړولو لپاره د لبنان د ولسمشر صلاح مشورې
Nov 03, 2019 02:25 Asia/Kabul
د لبنان د ولسمشرۍ د اطلاع رسونې دفتر د لبنان د نوي حکومت د جوړولو لپاره د دغه هېواد د ولسمشر د صلاح مشورو خبر ورکړ.
د العالم خبري چېنل د رپوټ له مخې د لبنان ولسمشر مېشل عون د ضروري پالېماني صلاح مشورو له پېلولو مخکښې د نوي حکومت په تشکيلولو کښې د اسانۍ لپاره ضروري تماسونه شروع کړي دي.
په دې وروستيو هفتو کښې د لبنان د خلقو د مظاهرو له دوامه وروسته د دغه هېواد وزيراعظم سعدالحريري د تېر نهې په ورځ استعفاء ورکړه.
مېشل عون د وزيراعظم له استعفا سره د مافقت تر څنګه له هغه وغوښتل چې د نوي حکومت تر جوړېدو دې خپل کار ته دوام ورکړي.
ټیګونه