امریکاپه سورئې کې د نوو پوځی مرکزونو دجوړلو هڅه کوی
د امریکا له خوا په سورئې کې د پوځی مرکز دجوړولو خبر له دې څو ورځې وروسته خپریږی ، چې دامریکا ولسمشر ټرمپ په سورئې کط د امریکائی ځواک د یوې برخې د پاتیکیدو په اعلان سره وئیلی دی له خپلو پوځیانو د سورئې په شمال کې د تیلی پلیټ فارمونو دساتنې په باب د ډاډمنیدا لپاره استفاده کوی .
زمونږخبر یال راپور راکړی ، سورئې ځای سرچینو دترکیې آناتولی خبری آژانس ته وئیلی دی ، امریکا د سورئې په دیرالزور تیلی سیمو کې خپل پوځیان پیاوړی کړی او ددغه هیواد پوځ په هغې سیمې کې د دوو پوځی مرکزونو جوړول پیل کړی ، چې د سورئې د کرد وسلوالو ډلو ترکنټرول لاندې دی .
له سورئې د امریکائی پوځ دسوکه سوکه ویستلو لپاره ددغه هیواد له ادعا سره سره ، رسندوئی سرچینې په سورئې کې د څو نورو نوو پوځی مرکزونو دجوړولو لپاره د واشنګټن دهلوځلو خبر ورکوی .
ددغه راپور په اساس ، د امریکا پوځ له ترکیې او اردن سره د په پوله ایزې پټۍ کې د سورئې په سرحدی سیمو کې کابو نولس پوځی مرکزونه جوړ کړی او له دغو مرکزونو زیاتره ترهه ګرو ډلو سره لوجسټیکی او تجهیزاتی مرستې کوی څو د سورئې ولسی نظام ورسره وپرځوی خو تر دې دمه ئې هیڅ نتیجه نه ده ورکړې او یوازې ئې د سورئې تاسیسات په کنډوالو بدل کړی او د زرګونو عامو خلکو وینه ئې بهولې ده .