امریکاپه سورئې کې د نوو پوځی مرکزونو دجوړلو هڅه کوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i85688-امریکاپه_سورئې_کې_د_نوو_پوځی_مرکزونو_دجوړلو_هڅه_کوی
د امریکا له خوا په سورئې کې د پوځی مرکز دجوړولو خبر له دې څو ورځې وروسته خپریږی ، چې دامریکا ولسمشر ټرمپ په سورئې کط د امریکائی ځواک د یوې برخې د پاتیکیدو په اعلان سره وئیلی دی له خپلو پوځیانو د سورئې په شمال کې د تیلی پلیټ فارمونو دساتنې په باب د ډاډمنیدا لپاره استفاده کوی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 05, 2019 03:19 Asia/Kabul
  • امریکاپه سورئې کې د نوو پوځی مرکزونو دجوړلو هڅه کوی

د امریکا له خوا په سورئې کې د پوځی مرکز دجوړولو خبر له دې څو ورځې وروسته خپریږی ، چې دامریکا ولسمشر ټرمپ په سورئې کط د امریکائی ځواک د یوې برخې د پاتیکیدو په اعلان سره وئیلی دی له خپلو پوځیانو د سورئې په شمال کې د تیلی پلیټ فارمونو دساتنې په باب د ډاډمنیدا لپاره استفاده کوی .

 زمونږخبر یال  راپور راکړی ،  سورئې  ځای سرچینو  دترکیې آناتولی خبری آژانس  ته وئیلی دی ، امریکا د سورئې په دیرالزور تیلی سیمو کې  خپل پوځیان پیاوړی کړی او ددغه هیواد پوځ  په  هغې سیمې کې د دوو پوځی مرکزونو جوړول پیل کړی ، چې  د  سورئې د کرد وسلوالو ډلو ترکنټرول لاندې دی .

 له سورئې د امریکائی پوځ   دسوکه سوکه  ویستلو لپاره ددغه هیواد له  ادعا سره سره ،  رسندوئی سرچینې   په سورئې کې د څو نورو  نوو پوځی مرکزونو دجوړولو لپاره د واشنګټن   دهلوځلو خبر ورکوی .

 ددغه راپور په اساس ،  د امریکا پوځ   له ترکیې او اردن سره د په پوله ایزې پټۍ کې د سورئې په  سرحدی سیمو کې کابو نولس  پوځی مرکزونه جوړ کړی او له  دغو مرکزونو زیاتره ترهه ګرو ډلو سره  لوجسټیکی او تجهیزاتی مرستې کوی څو د سورئې  ولسی نظام ورسره وپرځوی خو تر دې دمه ئې  هیڅ  نتیجه نه ده ورکړې او یوازې ئې د سورئې  تاسیسات په کنډوالو بدل کړی او د زرګونو عامو خلکو وینه ئې بهولې ده .