د فلسطین په نیواکی ټاټوبو کې دې ښارګوټو جوړول بند شی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i85691-د_فلسطین_په_نیواکی_ټاټوبو_کې_دې_ښارګوټو_جوړول_بند_شی
اروپائی اتحادیه  له اسرائیلو غواړی ، د  یوه نیواکګر قدرت په توګه دې خپلو ژمنو ته پابنده ووسی  او  دښارګوټو جوړولو فعالیتونه دې پای ته ورسوی
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 05, 2019 04:27 Asia/Kabul
  • د فلسطین په نیواکی ټاټوبو کې دې ښارګوټو جوړول بند شی

اروپائی اتحادیه  له اسرائیلو غواړی ، د  یوه نیواکګر قدرت په توګه دې خپلو ژمنو ته پابنده ووسی  او  دښارګوټو جوړولو فعالیتونه دې پای ته ورسوی

 زمونږ خبریال راپور راکړ  د  اروپائی اتحادئې د بهرنی سیاست مسئولې میرمن فډریکا موګرینی   په نیواکی ټاټوبو کې  دنورو څه دپاسه دوه زره  د هستوګنې  کورونو د جوړولو  د تصویبیدا په غبرګون کې پرون د یوې اعلامیې په خپرولو سره ټینګار کړی ،  دفلسطین په نیواکی ټاټوبو کې  د اسرائیلو  د ښارګوټو جوړولو   دسیاست په زمینې کې  د اروپائی اتحادئې  دریځ  روښانه اوشفاف دی  او  په دې کې هیڅ بدلون نه دی راغلی ،  د ښارګوټو هر ډ ول  فعالیت  د نړیوالو قوانینو په اساس غیر قانونی  دی او د ملګروملتو دامنیت شورا  ۲۳۳۴پریکړه لیک  په  دې ټکی ټینګار کړی دی .

 په دغې اعلامی کې  راغلی دی ، اروپائی اتحادیه  له اسرائیلو غواړی ، د  یوه نیواکګر قدرت په توګه دې خپلو ژمنو ته پابنده ووسی  او  دښارګوټو جوړولو فعالیتونه دې پای ته ورسوی .