حزب الله د لبنان د نوې کابينې زرترزره جوړولو غوښتنه وکړه
Nov 08, 2019 12:16 Asia/Kabul
د لبنان د حزب الله د مشر مرستيال د دغه هېواد د نوې کابينې زرترزره جوړولو غوښتونکے شواو وې ويل، دغه بهير چې هرڅومره اوږديږي د لبنان د خلقو په ژوند به يې منفي اثرات لا زيات شي.
د ايرنا د رپوټ له مخې شېخ نعيم قاسم بېګا د لبناني مظاهرچيانو له اقتصادي او اجتماعي غوښتنو څخه د حزب الله په ملاتړ باندې تاکيد وکړ او د لبنان د خلقو د غوښتنو د منحرفولو په اړه ورانکارو ډلو او کسانو ته خبردارے ورکړ.
شېخ قاسم همدارنګ د مظاهره کونکو لخوا د يوې مرکزي کمېټۍ د جوړولو په ضرورت تاکيد وکړ او زياته يې کړه، د دغې کمېټۍ په جوړېدو سره سره حقيقي احتجاج کونکي معلوم شي.
ټیګونه