ابوبکر بغدادی د امریکا ګوډاګی وو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i85818-ابوبکر_بغدادی_د_امریکا_ګوډاګی_وو
د سوریې ولسمشر بشار اسد وویل امریکا یوازې له هغو هیوادونو سره معامله کوی چې د سپینې ماڼۍ سیاستونه اجرا کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 11, 2019 10:37 Asia/Kabul
  • ابوبکر بغدادی د امریکا ګوډاګی وو

د سوریې ولسمشر بشار اسد وویل امریکا یوازې له هغو هیوادونو سره معامله کوی چې د سپینې ماڼۍ سیاستونه اجرا کوی .

هغه له رشیا ټوډې (Russia Today) ټیلی ویژن سره په مرکه کښې چې نن خپره شوه په دې خبرې سره چې د داعش ترهګرې  ډلې مشر ابوبکر بغدادی د امریکا مامور وو وویل امریکا په داسې حال کښې د اسامه بن لادن او د ابوبکر بغدادی د وژلو ادعا کوی چې مړی یې خلکو ته نه ورښیی .

د سوریې ولسمشر بشار اسد وویل امریکا په داسې حال کښې هڅه کوی چې ځان له ترهګرو سره  دمبارزې ادعا کونکی وښیی چې واشنګټن له ترکیې سره یوځاې له ۲۰۱۴ میلادی کال راهسې دسوریې د تیلو په چورتالان کولو کښې له داعش ترهګرو سره شریک دی .

بشار اسد په دې خبرې سره چې اسرائیل د سیمې د خلکو دښمن دی وویل صهیونیسټ رژیم د سوریې د خاورې یوه(۱) برخه نیولی ده او په همدې دلیل په هر هغه کار  کښې چې دسوریې په توان وی ګډون لری .

د سوریې ولسمشر بشار اسد دغه راز له حقیقت څخه د لویدیځو هیوادونو د رسنیو لیرې والی ته په اشارې سره وویل په سوریې کښې اوسنی ثبات د هیواد د هغو یولک عسکرو د سرشیندنې نتیجه ده چې وژل شوی یا ژوبل شوی دی .