تیریګر د یمن دخلکو د لوږې عاملان دی
د یمن د انقلاب د لوړې کمیټۍ مشر محمد علی الحوثی وویل په یمن تیریګر هیوادونه او دهغو ګوډاګیان د خلکو د لوږې سبب کیږی او د دوې(دیمن د خلکو) له کړاونو خوند واخلی .
هغه نن له «سبا» خبری اژانس سره په مرکه کښې په دې خبرې سره چې عدن ، صنعا ، الحدیده او ذمار ولایتونه پینځه (۵) کاله کیږی چې بریښنا نلری او په تیارو کښې ډوب دی وویل ددغو سیمو د خلکو کړاو د «الغازی» د بریښنا کوټ له بیا کار پیلولو سره د تیریګرو هیوادونو او دهغوې د مخالفت نتیجه ده .
د یمن د انقلاب دلوړې کمیټۍ مشر محمد علی الحوثی وویل هغه وخت چې ښاریزو وغوښتل له ځاې ناستی انرژۍ استفاده وکړی او د لمر سترګې پینلونه ( solar panels) په پیسو واخلی تیریګرو هیوادونو او دهغوې ګوډاګیانو بې دلیله یمن ته د دغو تجهیزاتو د ورتلو مخه ونیوله .
هغه دغه راز په دې خبرې سره چې د مارب ولایت حالات له هغه څه سره چې په رسنیو کښې مطرح کیږی ډیر متفاوت دی زیاته کړه په مارب ولایت کښې خپګان د خدماتو د نشتون چې په سر کښې یې بریښنا او د شیانو دبیو زیاتیدل دی د ډیریدا په حال کښې دی .
سعودی عربستان او متحده عربی اماراتو د ۲۰۰۵ میلادی کال په مارچ میاشت کښې په یمن له حملې وروسته د دغه هیواد یوشمیر سیمې نیولی دی او له ځایی ګوډاګیانو څخه د یمن د حکومتی عسکرو پرضد دحملو لپاره استفاده کوی .