د فلسطیني شهیدانو شمیر لازیات شو
Nov 13, 2019 03:53 Asia/Kabul
په غزې باندې د صهیونیسټي رژیم د پوځ په هوايي حمله کښې د څلورو نورو فلسطینیانو په شهادت سره د شهیدانو شمیر ۱۱ تنو ته ورسید.
د لبنان المنار ټي وي چینل د غزې د طبي سرچینو له قوله خبر ورکړی چې د صهیونیسټي رژيم پوځي الوتکو وړمه شپه د غزې تړانګې په شمال کښې بیت لاهیا ښار بمباري کړ چې له امله یې څلور فلسطینیان شهیدان شوې وو.
په دغه حمله کښې د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ د پوځي څانګې یعنې د قدس د کنډکونو جګ پوړی غړی بهاء ابوالعطا هم شهید شوی دی.
په یادو بریدونو کښې د ۲۳ ماشومانو په شمول ۴۵ فلسطینیان زخمي شوې دي.
ټیګونه