د رياض موافقه او په وړاندې يې خنډونه
د رياض موافقه او په وړاندې يې خنډونه
د منصور هادي مستعفي حکومت او د عيدروس الزبيدي په مشرۍ د جنوب انتقالي شورا په تېرو څو مياشتو کښې له يو لړ جدي اختلافاتو سره مخامخ شول، په دا ډول چې د جنوب انتقالي شورا په عدن کښې د معاشيق ولسمشرۍ ماڼۍ قبضه کړه.
سعودي چې دغه اختلافات يې له خپلو ګټو سره يوشان نه بلل، زيات کوششونه وکړل چې د يمن مستعفي حکومت او د جنوب انتقالي شورا د خبرو اترو مېز ته کښيني او په خبرو اترو سره مشکلات هوار کړي چې دغه کوششونه د رياض د موافقې د لاس ليکېدو سبب شول.
سعودي د انتقالي شورا او د مستعفي حکومت ترمېنځ د اختلافاتو د مخنيوي او همدارنګ د انصارا... او د هغه د انډيوالانو په خلاف له جنګ نه په کورني ائتلافي جنګ باندې د يمن د جنګ د بدلولو په هدف سره په جده کښې د مستعفي حکومت او د انتقالي شورا د خبرو اترو زمينه برابره کړه چې بالاخره هم په رياض کښې د يوې موافقې د لاسليکېدو سبب شوې.دغه موافقه زيات بندونه لري، خو ترټولو مهم بند يې داسې دے:
- منصور هادي دې د موافقې له لاسليکېدو نه دېرش ورځې پس د جنوب د انتقالي شورا په مشارکت سره د يمن نوے حکومت تشکيل کړي.
- د منصور هادي اوسنے حکومت به د موافقې له لاسليکېدو نه اوۀ ورځې پس عدن ته ستنيږي.
- د مستعفي حکومت د دفاع په وزارت کښې د انتقالي شورا د ملېشې مدغم کېدل او د يو واحد فوځ تشکيلول.
-د يو بل په خلاف د دواړو لورو د رسانه اي تبليغاتي فعاليتونو اودرېدل.
- له انصارا.... سره په خبرو اترو کښې د جنوب د انتقالي شورا ګډون کول
که څه هم د سعودي په مېنځګړتيا سره د يمن مستعفي حکومت او د جنوب انتقالي شورا د رياض موافقه لاسليک کړه، خو دغه موافقه د اجرائي کېدو لپاره له ګڼ شمېر خنډونو سره مخامخ شوې ده.
- د رياض د موافقې د منلو په باره کښې د مستعفي حکومت په داخل کښې د ډلبندي او اختلاف رامنځته کېدل
يو ډېر مهم خنډ او مشکل د يمن د مستعفي حکومت په داخل کښې ډلبندي او اختلاف دے. دغه اختلاف له دې مخکښې په تېر اګست کښې د انتقالي شورا او د مستعفي حکومت ترمېنځ د جګړې په دوران کښې هم څرګند شوے ؤ او د کورنيو چارو د وزير په شمول د منصور هادي د کابينې ځينو غړيو د انتقالي شورا د ځواکونو په مقابل کښې له مستعفي حکومت څخه د ملاتړ نه کولو په وجه په سعودي نيوکه کړې وه. د عبدربه منصور هادي د مستعفی حکومت د کورنيو چارو وزير احمد الميسري د انقالي شورا لخوا د معاشيق د ماڼۍ له قبضه کولو وروسته وويل: «سعودي د عدن د بدلونونو په وړاندې تر څلورو ورځو پورې خاموشي اختيار کړه، په داسې حالاتو کښې چې زمونږ انډيوال زمونږ د سرونو پرې کولو په حال کښې ؤ.» احمد الميسري په تېر اکتوبر کښې او د انتقالي شورا او د مستعفي حکومت ترمېنځ د خبرو اترو په دوران کښې په شبوه صوبه کښې په خپله يوه وېنا کښې له منصور هادي وغوښتل چې په ملي پالونکو اصولو دې پابند اوسي او بېلتون غوښتونکو او شورشيانو ته دې په اقتدار کښې ونډه ورنکړي. د يمن د مستعفي حکومت ځينو چارواکو د رياض د موافقې له لاسليکولو وروسته په هغې نيوکه وکړه.
- د يمن د جنوب د ځينو مهمو ډلو لخوا د رياض د موافقې نه منل
د رياض د موافقې د اجرائي کېدو يو بل خنډ دا دے چې د يمن په جنوب کښې سياسي ډلې د يمن په مستعفي حکومت او انتقالي شورا پورې نه محدوديږي بلکه نور داسې مهم شخصيتونه هم شتون لري چې د رياض موافقه ردوي. د مجلس العام الابنا المهره او السقطري مشر شيخ عبدا... بن عيسی آل عفرار په يو ټوئيټ کښې وليکل، د هادي د حکومت او د انتقالي شورا ترمېنځ د موافقې د لاسليکېدو په مراسمو کښې د شرکت لپاره يې د سعودي د فوځ د لوے درستيز فهد بن ترکي بن عبدالعزيز بلنه رد کړې ده.هغۀ د دې کار وجه د جنوبي سياسي ډلو ترمېنځ دغې جرګې ته د عادلانه ونډې نه ورکول اعلان کړه. همدارنګ د «المجلس الوطني لتحرير الجنوب» مشر او د جنوب د حراک غورځنګ مهم شخصيت حسن باعوم د رياض د موافقې په ردولو سره، هغه داسې يو جنګ ته د جنوب خلق چې د هغوي جنګ نه دے د داخلولو لپاره يو زمينه وبلله. د يمن د جنوب د ملي نجات شورا، د شبوه د خلقو شورا، د شبوه د خلقو د قبيله اي ائتلاف، د عدن د ځوانانو د غږملتيا ادارې، د المهره او سقطري صوبو د خلقو د عمومي شورا او د المهره صوبې د صلح ايزې پرلت غزونې کمېټۍ په شان نورو ډلو هم د بيانيو په جاري کولو سره د رياض له موافقې سره خپل مخالفت اعلان کړ. دغو حالاتو ته په پام سره ويلې شوو چې د رياض موافقه د يمن له مستعفي حکومت او د جنوب له انتقالي شورا سره په مخالفت کښې د يمن د جنوب له ډلو څخه د يوې بلې جبهې د جوړولو سبب کيږي.
- په سعودي باندې د يمن د جنوب د ځينو ډلو او شخصيتونو نه اعتماد
سعودي د منصور هادي د مستعفي حکومت او د جنوب د انتقالي شورا ترمېنځ مېنځګړيتوب په غاړه لرلے دے. دا په داسې حال کښې دي چې سعودي په يمن باندې ترټولو مهم حمله کونکے دے او په تېرو شپږ پنځوس مياشتو کښې يې دغه هېواد ته چې ترټولو فقير عربي هېواد دے زيات زيانونه رسولي دي. د يمن د جنوب د انتقالي شورا او مستعفي حکومت لخوا د سعودي د مېنځګړيتوب منل د نورو يمني ډلو د نيوکو سبب شوے دے. د حزب الاصلاح يو مهم غړے توکل کرمان په دې اړه په خپل يو ټوئيټ کښې وليکل: « هغه موافقه چې په يمن باندې د سعودي د سرپرستۍ سبب کيږي او ورسره اړوند هغه خبرې چې په يمن کښې د سعودي خپل سريتوب تثبيتوي، ردوو.» د منصور هادي د دفتر مشر او د هغه په حکومت کښې د حزب الاصلاح يو بل ډېر نفوذ لرونکي غړي عبدا... العليمي د رياض د موافقې د لاسليکېدو د مراسمو له ختمېدو نه يو ساعت پس په يو ټوئيټ کښې اشارتاً سعودي د موافقې د اجرائي کېدو لپاره د کافي ارادې په نه لرلو تورن کړ. د منصور هادي د حکومت د ټرانسپورټ وزير او د هغه په حکومت کښې د موافقې ترټولومهم مخالف شخصيت صالح الجبواني هم په يو ټوئيټ کښې شبوه،مارب او حضرموت ته خپل او د الميسري سفرونو ته په اشارې سره منصور هادي ته په کنايې سره وليکل: «ډېر زر به هر هغه کس چې له يمنه بغېر يې په بل څه تکيه کړې وي ضرر بيامومي.» دغه غبرګونونه د دې ښودنه کوي چې د يمن د مستعفي حکومت په دننه او بهر کښې د رياض له موافقې سره مخالفتونه په لوړه سطح کښې موجود دي او د دغې موافقې د عملي کېدو امکان کمزورے کوي.
د رياض د موافقې د ځينو اصلی بندونو ماهيت
يو هغه خنډ چې د رياض د موافقې په عملي کېدو کښې د ابهام سبب کيږي د دغې موافقې د ځينو بندونو ماهيت دے. د مثال په توګه په دغه موافقه کښې راغلي دي چې د منصور هادي حکومت پکار دي د دغې موافقې له لاسليکېدو نه يوه هفته پس عدن ته ستون شي، خو د دغې موافقې له لاسليکېدو نه د يوې هفتې د تېرېدو باوجود يوازې دوه وزيران عدن ته ستانۀ شول او د منصور هادي حکومت په عدن کښې ځاے پرځاے شوے نه دے. همدغه موضوع د رياض د موافقې په اجرا کښې د شک لپاره يوه مهمه نښه ده. د دغې موافقې يو بل مهم بند په دېرشو ورځو کښې د نوي حکومت جوړول دي. خو د داسې يو حکومت په تېره بيا د نوي وزيراعظم د انتخاب او د کابينې د غړيو د غوره کولو په اړه موافقه يوه اختلاف رابرسېره کونکې موضوع ده. د جنوب انتقالي شورا د نوي وزيراعظم معرفي کول خپل حق بولي او په طبيعي توګه د اقتدار په جوړښت کښې يې ونډه او مقام مخ په وده څرګند چلند پېدا کوي چې دا موضوع د مستعفي حکومت له اوسنيو وزيرانو او د يمن د جنوب له نورو ډلو سره د اختلاف وجه کېدې شي
د يمن د مستعفي حکومت د دفاع په وزارت کښې د جنوب د انتقالي شورا د فوځي ځواکونو مدغم کېدل هم يو هغه بند دے چې د سختو اختلافاتو سبب کيږي ځکه چې دغه بند په عملي توګه د انتقالي شورا د فوځي څانګې «حزام الامن» د حذفېدو او د دغې شورا د فوځي قوت د کمزوري کېدو په معنا دے.په ځينو هغو نظر څرګندونو کښې چې د رياض له موافقې وروسته د جنوب د انتقالي شورا غړيو لرلې دي يو لړ د نظر اختلافات ليدل کيږي.په همدې اړه د جنوب د انتقالي شورا د رسانه اي ادارې نائب مشر منصور صالح په يو ټوئيټ کښې وويل: «انتقالي شورا په هيڅ وجه د «الحوارالوطني» مصوبې يعنې د يمن د سياسي راتلونکي د ټاکلو خبرې اترې چې له ۲۰۱۲ کال نه شروع او تر ۲۰۱۴ پورې اوږدې شوې او پکښې دا خبره تصويب شوه چې يمن متحد پاتے شي او تر دريو اقليمو لاندې يې چارې وچلولې شي نه دي منلې او نوم يې يوازې په صوري شکل کښې د موافقې په متن کښې راغلے دے.» هغه همدارنګ زياته کړه، هادي او د هغه نوے حکومت عدن ته ستنيږي خو مونږ په خبرو اترو کښې په هيڅ وجه عدن ته د منصور هادي د مرستيال او د «حزب الاصلاح» د نزدې کس علي محسن الاحمر ستنېدل نه دي منلي.»
دغو ذکر شويو خنډونو ته په پام سره ويلې شوو چې د رياض موافقه يوه ماتېدونکې موافقه ده او په يمن کښې د سعودي د نظر وړ مقاصد هم نه شي پوره کولې.
---------------