په سوریې کښې بم چاودنې 13 کسان وژلی
Nov 23, 2019 11:34 Asia/Kabul
فارس خبری اژانس وایی دسوریې په شمال کښې په تل ابیض (Tell Abyad ) ښار کښې په ګاډی کښې بم چاودنې کابو دیارلس (۱۳) کسان وژل شوی او په لسګونو نور ژوبل شوی دی .
تراوسه کومې ډله ددغه بم چاودنې مسولیت پرغاړه نه دی اخیستی .
د نوامبر د میاشتې په دوهمه (۲) نیټه هم په تل ابیض بازار کښې په ګاډی کښې بم چاودنې کابو نولس (۱۹) کسان وژلی وو او دیرش (۳۰) نور ژوبل کړی وو .
تل ابیض د سوریې په شمال کښې د رقه ولایت په خوا کښې پروت ښار دی او د ترکیې تر امر لاندې د ځواکونو په کنټرول کښې دی .
د سوریې په شمالی ښارونو کښې کله نه کله په ګاډو او مو ټر سایکلونو کښې بم چاودنې کیږی .
ټیګونه