غزه کښې یو فلسطیني ځوان شهید شو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i86222-غزه_کښې_یو_فلسطیني_ځوان_شهید_شو
یو بل فلسطینی ځوان په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټي رژيم د پوځیانو د ډزو له امله شهید شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 30, 2019 04:19 Asia/Kabul
  • غزه کښې یو فلسطیني ځوان شهید شو

یو بل فلسطینی ځوان په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټي رژيم د پوځیانو د ډزو له امله شهید شو.

په فلسطیني ښاریزو باندې د اسرائیلي پوځیانو په پرونۍ حمله کښې د غزې تړانګې د سویل خان یونس په ختیځه برخه کښې د فهد محمد الاسطل په نامه یو فلسطیني ښاریز د صهیوینسټو پوځیانو د ډزو له امله شهید شو او پنځه تنه نور هم زخمي شول.

د ویلو ده چې له نیواکي فلسطین سره د غزې په سرحدونو کښې (د ستنیدو د حق) د اونیز لاریون د لغو کیدو باوجود لسګونه تنه فلسطیني ځوانانو مظاهرې وکړې.

د ستنیدو او د غزې د محاصرې د ختمیدو د مظاهرو جګ پوړې کمیټې په دې وروستیو کښې ویلې دي چې د ستنیدو د حق مظاهرې به تر راتلونکې خبرتیا پورې ترسره نه شي.