د يوې ګولې چاودنې پينځۀ يمني ماشومان ووژل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i86310
د يمن په الحديده صوبه کښې د سعودي تيريګر ائتلاف له حملو پاتې يوې ګولې د چاودنې له امله پينځۀ يمني ماشومان ووژل شول.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Dec 04, 2019 06:03 Asia/Kabul
  • د يوې ګولې چاودنې پينځۀ يمني ماشومان ووژل

د يمن په الحديده صوبه کښې د سعودي تيريګر ائتلاف له حملو پاتې يوې ګولې د چاودنې له امله پينځۀ يمني ماشومان ووژل شول.

د يمن المسيره خبري چېنل د رپوټ له مخې دغه چاودنه د يمن د الحدېده صوبې د الدريهمي ښار په المنقم کلي کښې رامنځته شوه چې له امله يې يو بل يمني ماشوم هم ژوبل شو.

د تېرې جُمعې په ورځ هم د الحديده صوبې د بيت الفقيه ښار په الجاح الاعلی سيمه کښې په يو کور باندې د سعودي فوځ په هوائي حمله کښې يو يمني ماشوم مړ او څلور نور هم ژوبل شول.

سعودی د اماراتو، امريکې، اسرائيلو او څو نورو عربي او لويديځو هېوادونو  په ملاتړ او اقتدار ته د مستعفي او فراري ولسمشر عبد ربه منصور د رسولو په بهانه د ۲۰۱۵ ميلادي کال له مارچ راهسې د يمن د خلقو خلاف حملې شروع کړې دي چې اوس هم دوام لري او په دغو حملو کښې په زرګونو کسان مړۀ او ژوبل شوي او د هېواد روغتونونه ، ښوونځی ، بېخ بنائي تاسيستات او د خلقو کورونه تباه کړې شوي دي . او په ميلينونو يمنيان کډه په سر شوي او اوس هم يمنيان د زمکې ، هوا او سمندر له لوري په محاصره کښې له سختو خوراکي، درملي او د ضرورت وړ نورو څيزونو له سخت کمښت سره مخامخ دي.

سعودي رژيم او د هغه انډيوالان تر اوسه د يمن د خلقو د مقاومت په وجه په دغه هېواد کښې خپلو مقاصدو يعنې اقتدار ته د خپلو لاسپوسو په رسولو کښې نه دي کامياب شوي