د هیګ په نړیوالې محکمې کې د جرمنی په ضد شکایت
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i86634-د_هیګ_په_نړیوالې_محکمې_کې_د_جرمنی_په_ضد_شکایت
په دغو شرکتونو لګول شوی تورونه،د هغو وسلو د خرڅولو له لارې په جنګی جنایتونو کې لاس درلودل دی،چې سعودی عربستان ئې دیمن په جنګ کې کاروی . په دغه شکایت کې په خاص توګه په ایربس او راین مټال شرکتونو چې په عربستان ئې جنګی الوتکې او مرګونی بمونه خرڅ کړی دی ، نامې اخستل شوی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 17, 2019 13:35 Asia/Kabul
  • د هیګ په نړیوالې محکمې کې د جرمنی په ضد شکایت

په دغو شرکتونو لګول شوی تورونه،د هغو وسلو د خرڅولو له لارې په جنګی جنایتونو کې لاس درلودل دی،چې سعودی عربستان ئې دیمن په جنګ کې کاروی . په دغه شکایت کې په خاص توګه په ایربس او راین مټال شرکتونو چې په عربستان ئې جنګی الوتکې او مرګونی بمونه خرڅ کړی دی ، نامې اخستل شوی دی .

د یمن د جنګ  او په دغه جنګ کې د زرګونو مظلومو یمن والو  د وژلې دوام لامل شوی ،څو  دبشری حقوقو ځینی دفاع کونکی  اورګانونه او موسسې د یمن په ضد په ائیتلاف د وسلو د خرڅولو د  سیاست پشمول  د اروپائی  هیوادونو په سیاستونو او اقداماتو نیوکې وکړی .په دې لړ کې  له بشری حقوقو او قانونی  حقوقو څخه د ملاتړ  اروپائی مرکز (ای سی سی ایچ آر)  د  یمن له بشری حقوقوڅخه دملاتړ ډلې او د بشری حقوقو څلورو نورو اور ګانونو،په هیګ کې  دیره د اپیل نړیوالې محکمې ته دجرمنی  دلوړپوړو سیاستوالانو او  څو شرکتونو په ضد شکایت کړی دی .

 په دغو شرکتونو لګول شوی تورونه،د هغو وسلو د خرڅولو له لارې  په جنګی جنایتونو کې لاس درلودل دی،چې سعودی عربستان ئې دیمن په جنګ کې  کاروی . په دغه شکایت کې په خاص توګه په ایربس  او راین مټال شرکتونو  چې  په عربستان ئې جنګی الوتکې او مرګونی بمونه خرڅ کړی دی ، نامې اخستل شوی دی .

شکایت کونکو  دې ته په اشارې سره چې  ملګری ملتونو  په یمن د سعودی ائیتلاف  حملې  جنګی جنایت بللی دی ، وئیلی دی ،اوس  داسې څوک نشته چې  پوه نشی،د جرمنی په جنګی آوزارونو اوتجهیزاتو سره په یمن کې بوږنونکی پیښې رامینځةکیږی . 

Image Caption

 

 سعودی عربستان اومتحده عربی اماراتود۲۰۱۵کال له مارچ راهسې د امریکا  په بشپړ ملاتړ او شنې اشارې سره د سعودی ائیتلاف  په چوکاټ کې د یمن په ضد هراړخیز جنګ پیل کړی دی چې دغه نابرابر  جنګ هماغه راز  دوام لری .د ا حصایو  په اساس په  دغه جنګ کې تر دې دمه  څه دپاسه شپاړس زره یمن والو وژل شوی ، به لسګونو زره نور ټپیان شوی او همدرازا په میلیونونو کډه په سر او بې کوره کړائ  شوی دی .

په پاریس  کې د بخښنې  نړیوال اورګان د دفتر د اعلان په اساس،د امریکا ، فرانسې،انګلستان او جرمنی په څیر هیوادونه  دیمن په جنګ کې د سعودی عربستان  او متحده عربی اماراتو لپاره د پوځی تجهیزاتو اصلی تامینونکی دی  او  د  یمن د عامو خلکو د وژلو په زیاتولو  او د بشری حقوقو  په لاف ورزیو کې  له صادراتی پوځی تجهیزاتو او وسلو څخه د استفادې له زیات احتمال سره سره،یاد شوی هیوادونه ،هماغه راز د عربستان او متحده عربی اماراتو لپاره  دوسلو  تامینولو ته دوام ورکوی ..

د خپرو شوو احصایو په اساس،د جرمنی حکومت د روان میلادی کال په لومړنیو لسو میاشتو کې د اوه  میلیارډ  او څلور سوه شل میلیون یورو په ارزښت   نورو هیوادونو ته  د وسلو د صادراتو مجوز تصویب کړی دی .

 

له اروپائی هیوادونو په تیره بیا له جرمنی  د وسلو خرڅلاؤ  په داسې  حال کې دی ، چې  دیمن دجنګ غمیزو او دبشری حقوقو دفاعی ادارو   او موسسو او  دعمومی افکارو دومدارو اعتراضونو ته په پام سره،ځینو اروپائی حکومتونو  په کرتو وئیلی دی ،  په سعودی ائیتلاف د وسلو خرڅلاؤ دروی ، خو له جنګ ضد شعارونو  او په سوله غواړو ډنډورو وهلو  سره سره د وسلو او تجهیزاتو د خرڅلاؤ دمیلیارډونو ډالری سود باندې سترګې پټې کړی دی .په بله وینا ، دغه  هیوادونه په حقیقت کې  د ډیموکراسۍ او د بشری حقوقو دملاتړ یوازې مدعیان دی ،خو په عمل کې  له جنګ غواړو  ،ځپونکورژیمونو څخه ملاتړ کوی او  د هغوی وسلې تامینوی .

لکه څنګه چې په دې زمینې کې د نړۍ د کاتولیکانو رهبر پاپ فرانسیس وئیلی دی،اروپائی هیوادونه  په تشه خوله خو  د سولې ډنډورې وهی ، خو په عمل کې د وسلو تجارت کوی او د اروپائی هیوادونو دغه اقدام  یوازې  دوه ګوڼوالی بللی شو .

Image Caption

 

دجرمنی ائیتلافی ګوندونو  په تیرو کلونو کې په کرتو ټینګار کړی، چې   په هغو هیوادونو به د جنګی آوزارونو دخرڅلاؤ خنډ شی ، چې د یمن په جنګ  کې  ګډون کوی ،خو تر دې دمه بریالی شوی نه دی .اوس یو ځل بیا  د جرمنی د بشری حقوقو اورګانونه او موسسې په سعودیانو د پوځی وسلو او تجهیزاتو د خرڅلاؤ د درولو غوښتونکی شوی دی .

 داسې ښکاری  دجرمنی  چارواکی باید له دروغجنو  ډنډورو ورآخوا،د  وسلو د خرڅولو له درولو سره دیمن د خلکو دعامې وژلې  په دریدا او دبشری حقوقو موضوع  ته په عملی توجه  او دوسلو د سترو شرکتونو په اقتصادی ګټو کې یو وټاکی .البته  داسې ښکاری د دوی لپاره د سعودی او اماراتو پر ډالرو دسترګو   ناشونی دی .

Image Caption

 

Image Caption