عربی نړۍ د بو عزیزی له ځان سوزولو نهه کاله وروسته :-
د تیونس ځوان محمد بوعزیزی چې سبزې یې خرڅوله د ۲۰۱۰ میلادی کال د دسمبر د میاشتې په اولسمه (۱۷) نیټه د پولیسو ځواکونو تاوتریخوالی ته په غبرګون کښې ځان ته اور واچاوه او دغه ځان سوزول د ولسی پاڅونونو او د عربو دیکتاتورانو د نسکوریدا زمینه برابره کړه .
د محمد بوعزیزی د ځان له سوزولو نهه (۹) کاله وروسته اوس دغه پوښتنه مطرح ده چې عربی نړۍ په کوم ډول حالت کښې ده ؟
د محمد بوعزیزې له ځان سوزولو وروسته په تیونس کښې زین العابدین بن علی ، په مصر کښې حسنی مبارک ، په لیبیا کښې معمر قذافی او په یمن کښې علی عبدالله صالح یوبل پسې له واک څخه لیرې کړې شول .
په دغو څلورو(۴) کسانو کښې یوازې د مصر پخوانی دیکتاتور حسنی مبارک اوس هم ژوندی دی .
قذافی په ۲۰۱۱ میلادی کال کښې په کورنی جنګ ، عبدالله صالح په تیر میلادی کال کښې په یوې ځان وژونکی حملې او بن علی هم د روان میلادی کال په سپتمبر میاشت کښې د ناروغۍ له کبله په عربستان کښې په روغتون کښې مړ شو .
د مصر د خلکو انقلاب په ۲۰۱۳ میلادی کال کښې د پوځیانو په کودتا او په ۲۰۱۴ میلادی کال کښې واک ته د عبدالفتاح السیسی په رسیدا سره عملا ماتی وخوړله .
د لیبیا انقلاب هم په کورنیو جنګونو او د څو ګوڼه حکومتونو په بڼه خپلیدا سره له انحراف سره مخ شو .
د تیونس د خلکو انقلاب د عربو د ولسی انقلابونو یوازنۍ بریالۍ بیلګه ده .
د یمن دخلکو انقلاب هم په ۲۰۱۵ میلادی کال کښې د دغه هیواد پرضد د سعودی عربستان د ائتلاف په جنګ سره متفاوتې لارې ته ورننوت خو دغه انقلاب له لارې نه دی غړیدلی .
په حقیقت کښې د یمن د دیکتاتور رژیم پرضد د خلکو د پاڅون له نهو (۹)کلونو وروسته یمن همدا اوس د څو مهمو بدلونونو کتونکی دی .
لومړنی بدلون دا دی چې انصار الله غورځنګ او متحدانو یې په پلازمینې صنعا کښې د ملی ژغورنې حکومت جوړ کړی دی او په یمن کښې د ترټولو منظمې سیاسی ډلې په توګه مطرح دی او د انصار الله موقعیت د خارجی هیوادونو په تیره بیا د سعودی عربستان لخوا منل شوی دی .
دوهم (۲) بدلون دا دی چې د یمن پرضد د سعودی عربستان دائتلاف په حملې کښې د دغه هیواد ملی وحدت او کوټلتیا له مینځه ولاړه او یمن عملا له سیاسی پلوه د څوګوڼه حکومتونو او له جغرافیایی پلوه د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا د له مینځه تلو کتونکی دی .
په دې سربیره عربی نړۍ په فارس خلیج سیمه کښې له اختلافاتو او تعرضونو سره مخامخ شوی ده .
د پوهنتون استاد «محمود سریع القلم »په دې هکله وایی عربی ملی پالنه (Nationalism) د دې پرځاې چې د ملګرتیاو د زیاتیدا سبب شی د عربو هیوادونو ترمینځ د سیالۍ او د تعارض د زیاتیدا سبب شوی ده .
د دغه سیالۍ او تعارض بیلګه د قطر او د عربستان د بحرین د متحده عربی او د مصر د څلورو (۴) عربو هیوادونو ترمینځ داخلی تاوتریخوالی دی او ددغه تاوتریخوالی بایلونکی هم د عربی نړۍ ادعا کونکی قدرت یعنی عربستان وو .
په دې هکله په اخری بدلون کښې په داسې حال کښې چې د عربستان باچا سلمان بن عبدالعزیز په رسمی ډول د قطر امیر شیخ تمیم ته د ریاض په غونډې کښې چې د دسمبر په لسمه (۱۰) نیټه وشوه د ګډون بلنه ورکړه خو دقطر امیر په نوموړی غونډې کښې له ګډون کولو ډډه وکړه او لومړی وزیر یې دغه غونډې ته واستوه .
دریمه (۳) مهمه موضوع دا ده چې د عربو هیوادونو د پاڅونو د پیلیدا له نهو (۹) کلونو وروسته په سیمه کښې د مقاومت د چورلیز موقعیت پیاوړی شوی په دې ډول چې د امریکا شناندی بریان کاټز وایی د مقاومت چورلیز نور یو(۱) چورلیز نه دی بلکې هغه یوه (۱) اتحاد ته لوړ شوی او د دغه چورلیز دفاعی قدرت هم ډیر زیات شوی دی .
له دې موضوع سره په یووخت د سعودی عربستان موقعیت هم د عربی انقلابونو د خلاف او ضد مشر په توګه له لړزانتیا او کمزورتیا سره مخ شوی ځکه چې د عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان جنګ غواړی او نورو عربو هیوادونو ته له بره څخه ښکته ته د کتلو سیاستونه د ریاض په مقابل کښې د دغو هیوادونو د مقاومت سبب شوی دی .
پر دې اساس ویلی شو د عربی پاڅون د پیلیدا له نهو (۹)کلونو تیریدا وروسته سعودی عربستان باید دخپل سیمه ییز مقام د ښه کولو او په سیمه کښې د ډیرو ماتیو د خوړلو د مخه دنیولو لپاره هڅه وکړی .
عربی نړۍ هم د اقتدار ګرو مشرانو دقدرت د ستنو د سست کیدا ، د ناامنۍ او د سیاسی ګډوډۍ د زیاتیدا کتونکی ده .