عربی نړۍ د بو عزیزی له ځان سوزولو نهه کاله وروسته :-
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i86659-عربی_نړۍ_د_بو_عزیزی_له_ځان_سوزولو_نهه_کاله_وروسته
د تیونس ځوان محمد بوعزیزی چې سبزې یې خرڅوله د ۲۰۱۰ میلادی کال د دسمبر د میاشتې په اولسمه (۱۷) نیټه د پولیسو ځواکونو تاوتریخوالی ته په غبرګون کښې ځان ته اور واچاوه او دغه ځان سوزول د ولسی پاڅونونو او د عربو دیکتاتورانو د نسکوریدا زمینه برابره کړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 18, 2019 13:22 Asia/Kabul
  • عربی نړۍ د بو عزیزی له ځان سوزولو نهه کاله وروسته :-

د تیونس ځوان محمد بوعزیزی چې سبزې یې خرڅوله د ۲۰۱۰ میلادی کال د دسمبر د میاشتې په اولسمه (۱۷) نیټه د پولیسو ځواکونو تاوتریخوالی ته په غبرګون کښې ځان ته اور واچاوه او دغه ځان سوزول د ولسی پاڅونونو او د عربو دیکتاتورانو د نسکوریدا زمینه برابره کړه .

د محمد بوعزیزی د ځان له سوزولو نهه (۹) کاله وروسته اوس دغه پوښتنه مطرح ده چې عربی نړۍ په کوم ډول حالت کښې ده ؟

د محمد بوعزیزې له ځان سوزولو وروسته  په تیونس کښې زین العابدین بن علی ، په مصر کښې حسنی مبارک ، په لیبیا کښې معمر قذافی او په یمن کښې علی عبدالله صالح یوبل پسې له واک څخه لیرې کړې شول .

په دغو څلورو(۴) کسانو کښې یوازې د مصر پخوانی دیکتاتور حسنی مبارک اوس هم ژوندی دی .

قذافی په ۲۰۱۱ میلادی کال کښې په کورنی جنګ ، عبدالله صالح په تیر میلادی کال کښې  په یوې ځان وژونکی حملې او بن علی هم د روان میلادی کال په سپتمبر میاشت کښې د ناروغۍ له کبله په عربستان کښې په  روغتون کښې مړ شو .

د مصر د خلکو انقلاب په ۲۰۱۳ میلادی کال کښې د پوځیانو په کودتا او په ۲۰۱۴ میلادی کال کښې واک ته د عبدالفتاح السیسی په رسیدا سره عملا ماتی وخوړله .

د لیبیا انقلاب هم په کورنیو جنګونو او د څو ګوڼه حکومتونو په بڼه خپلیدا سره له انحراف سره مخ شو .

د تیونس د خلکو انقلاب د عربو د ولسی انقلابونو  یوازنۍ بریالۍ بیلګه ده .

د یمن دخلکو انقلاب هم په ۲۰۱۵ میلادی کال کښې د دغه هیواد پرضد د سعودی عربستان د ائتلاف په جنګ سره متفاوتې لارې ته ورننوت خو دغه انقلاب له لارې نه دی غړیدلی .

په حقیقت کښې د یمن د دیکتاتور رژیم پرضد د خلکو د پاڅون له نهو (۹)‌کلونو وروسته یمن همدا اوس د څو مهمو بدلونونو کتونکی دی .

لومړنی بدلون دا دی چې انصار الله  غورځنګ او متحدانو یې په پلازمینې صنعا کښې د ملی ژغورنې  حکومت جوړ کړی دی او په یمن کښې  د ترټولو منظمې سیاسی ډلې په توګه مطرح دی او د انصار الله موقعیت د خارجی هیوادونو په تیره بیا د سعودی عربستان لخوا منل شوی دی .

دوهم (۲) بدلون دا دی چې د یمن پرضد د سعودی عربستان دائتلاف په حملې کښې د دغه هیواد ملی وحدت او کوټلتیا له مینځه ولاړه او یمن عملا له سیاسی پلوه د څوګوڼه حکومتونو او له جغرافیایی پلوه د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا د له مینځه تلو کتونکی دی .

په دې سربیره عربی نړۍ په فارس خلیج سیمه کښې له اختلافاتو او تعرضونو سره مخامخ شوی ده .

د پوهنتون استاد «محمود سریع القلم »په دې هکله وایی عربی ملی پالنه (Nationalism) د دې پرځاې چې د ملګرتیاو د زیاتیدا سبب شی د عربو هیوادونو ترمینځ د سیالۍ او د تعارض د زیاتیدا سبب شوی ده .

د دغه سیالۍ او تعارض بیلګه د قطر او د عربستان د بحرین د متحده عربی او د مصر د څلورو (۴) عربو هیوادونو ترمینځ داخلی تاوتریخوالی دی او ددغه تاوتریخوالی بایلونکی هم د عربی نړۍ ادعا کونکی قدرت یعنی عربستان وو .

په دې هکله په اخری بدلون کښې په داسې حال کښې چې د عربستان باچا سلمان بن عبدالعزیز په رسمی ډول د قطر امیر شیخ تمیم ته د ریاض په غونډې کښې چې د دسمبر په لسمه (۱۰) نیټه وشوه د ګډون بلنه ورکړه خو دقطر امیر په نوموړی غونډې کښې له ګډون کولو ډډه وکړه او لومړی وزیر یې دغه غونډې ته واستوه .

دریمه (۳) مهمه موضوع دا ده چې د عربو هیوادونو د پاڅونو د پیلیدا له نهو (۹) کلونو وروسته په سیمه کښې د مقاومت د چورلیز موقعیت پیاوړی شوی په دې ډول چې د امریکا شناندی بریان کاټز وایی د مقاومت چورلیز نور  یو(۱) چورلیز نه دی بلکې  هغه یوه (۱) اتحاد ته  لوړ شوی او د دغه چورلیز دفاعی قدرت هم ډیر زیات شوی دی .

له دې موضوع سره په یووخت د سعودی عربستان موقعیت هم د عربی انقلابونو د خلاف او ضد مشر په توګه له لړزانتیا او کمزورتیا سره مخ شوی ځکه چې د عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان جنګ غواړی او نورو عربو هیوادونو ته  له بره څخه  ښکته ته د کتلو سیاستونه د ریاض په مقابل کښې د دغو هیوادونو د مقاومت سبب شوی دی .

پر دې اساس ویلی شو د عربی پاڅون د پیلیدا له نهو (۹)کلونو تیریدا وروسته سعودی عربستان باید دخپل سیمه ییز مقام د ښه کولو او په سیمه کښې د ډیرو ماتیو د خوړلو د مخه دنیولو لپاره هڅه وکړی .

عربی نړۍ هم د اقتدار ګرو مشرانو دقدرت د ستنو د سست کیدا ، د ناامنۍ   او د سیاسی ګډوډۍ د زیاتیدا کتونکی ده  .