د عراق د انتخاباتو دقانون تصویبیدا مخ په وړاندې ګام
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i86811-د_عراق_د_انتخاباتو_دقانون_تصویبیدا_مخ_په_وړاندې_ګام
د فرقه پالنې او ونډو درلودلو ختمیدا دهغو اعتراضونو تر ټولو مهمې غوښتنې وې،چې د اکتوبر له لومړۍ نیټې پیل شوی او دبهرنیو دسیسه ګرو په لاسوهنې سره هماغه راز دوام لری .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 25, 2019 12:45 Asia/Kabul
  • د عراق د انتخاباتو دقانون تصویبیدا مخ  په وړاندې ګام

د فرقه پالنې او ونډو درلودلو ختمیدا دهغو اعتراضونو تر ټولو مهمې غوښتنې وې،چې د اکتوبر له لومړۍ نیټې پیل شوی او دبهرنیو دسیسه ګرو په لاسوهنې سره هماغه راز دوام لری .

د عراق پارلیمان د دسمبر په څلورویشتمه نیټه ددغه هیواد دانتخاباتو داسې نوی قانون تصویب کړی،چې پنځوس مادې پکې دی .

 په عراق کې  د انتخاباتو،قانون تصویبیدا،داساسی قانون بدلیدا،د لومړی وزیر لیریکیدا او د نوی کابینې  جوړیدا د عراق د اعتراض کونکو مهمې غوښتنې وې .د لومړی وزیر له څنګةکیدا وروسته د انتخاباتو د خپلواکه کمیشن  غړو  منصوبیدا  د  عراق د انتخاباتو د نوی قانون په تصویبیدو سره  د عراقی اعتراض کونکو  یوه بله غوښتنه هم تامین شوه .  د عراق  دانتخاباتو مخکینی قانون   هغه قانون دی چې امریکایانو د عراق لپاره برابر کړی ؤ . 

 د عراق دانتخاباتو نوی قانون له مخکینی قانون سره دوه اساسی توپیرونه لری .

 لومړی فرق ئې دا دی  چې  په مخکینی قانون کې  رای ورکونکو  دګوندونو انتخاباتی لیسټونوته رای ورکولې،خو دنوی قانون په اساس،رای ورکونکی به د ګوندونو د انتخاباتی لیسټونو په ځای کسان وټاکی .دا شرائط ددې په ترڅ کې چې ګوندونو ته د کسانو ژمنتیا کموی،په عراق کې به  د حکومت او سیاست ته د فرقه پال نظر د بدلیدا او یا لږترلږه ددغه شان نظر کمیدا لامل شی . په حقیقت کې  دعراق  د انتخاباتو نوی قانون  پر کوم ګوند نه بلکې  پر کاندید راچورلی .  له دې امله  د عراق د صدر لوری مشر  مقتدا صدر  دعراق د  انتخاباتو د نوی قانون په هرکلی کولو سره وئیلی دی ، د عراق د خلکو یوه بله غوښتنه هم پوره شوې ده .

 دوهم فرق ئې دا دی چې د نوی قانون د پنځلسمې مادې په اساس،د پارلیمان هر استازی به د یوې انتخاباتی حوزې  نمایندګی ولری او دا بهیر به چې انتخاباتی ډلې ددرست ولایت  نمایندګی  په غاړه ولری،پای  ته ورسیږی. په حقیقت کې  په نوی قانون کې به هر ولایت په ډله ایز ډول په پارلیمان کې   نماینده پلاوی ونه لری،بلکې هره انتخاباتی حوزه به پارلیمان ته خپل استازی ولیږی.دغه بدلون  لامل کیږی،چې د پارلیمان استازی د خپلې انتخاباتی حوزې په وړاندې  لازیات مسئولیّت ولرل شی .

د عراق د انتخاباتو د قانون دغه ماده له دې مخکې دځینوډلو ټپلو له  اعتراض سره  مخامخ او ددغه قانون په تصویبیدو کې خڼډ وه .په عین حال کې  د انتخاباتو نوی قانون او په تیره بیا له انتخاباتی حوزو سره اړونده ماده  دسه شنبې په ورځې هم د کردانو،د اهل سنت  دځینو ډلو او یو شمیر لږکیو له اعتراض سره  مخامخ شوه  او  درای  اچونې په غونډې کې ئې ګډون ونه کړ ، خو  د پارلیمان  استازی له لازم نصابه کم نه شول . دغه مخالفت ښئ چې  هماغه راز بهیرونه،په عراق کې هماغه شان  قدرت ته د فرقې  او ونډو له پلوه  ګوری، په داسې حال کې چې د فرقه پالنې او ونډو درلودلو ختمیدا دهغو اعتراضونو تر ټولو مهمې غوښتنې وې،چې د اکتوبر له لومړۍ نیټې پیل شوی او دبهرنیو دسیسه ګرو  په لاسوهنې سره  هماغه راز دوام لری .

 د انتخاباتو د نوی قانون تصویبیدا  په عراق کې د وړاندې په لور یو ګام دی . په عین حال کې  د عراق د پارلیمان مشر محمد الحلبوسی  هم  سه شنبې په ورځې په پارلیمان کې د اکثریت لرونکی فریکشن په توګه   :البناء: فریکشن ددغه هیواد  ولسمشر برهم صالح ته ورمعرفی کړی دی . اوس  البناء فریکشن باید د لومړی وزارت لپاره خپل کاندید معرفی کړی څو د عادل عبدالمهدی   چې استعفی ئې دپارلیمان له خوا ددسمبر په لومړۍ نیټه منل شوی ،  جانشین شی . باید په تمه  ووسو  او وګورو چې آیا سیاسی ګوندونه او ډلې ټپلې  د پارلیمان له لارې د نوی لومړی وزیر  د معرفی کولو اجازت ورکوی ،یا  که  د التحریر چوک پر اعتراضه څپې سواریږی  او داعتراضیه خلکو له چلندونو ناوړه استفاده کوی  ؟