ترکیه لیبیا ته دپوځی ځواک لیږدولو ته تیاره ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i86835-ترکیه_لیبیا_ته_دپوځی_ځواک_لیږدولو_ته_تیاره_ده
د ترکیې پارلیمان هم په همداوروستیو کې د دلیبیا ملی وفاقی حکومت او د ترکیې ترمینځ د سمندری اومځکنۍ امنیتی موافقه تصویب کړې ده .
(last modified 2023-10-10T11:15:55+00:00 )
Dec 26, 2019 14:12 Asia/Kabul
  • ترکیه  لیبیا ته دپوځی ځواک لیږدولو ته تیاره ده

د ترکیې پارلیمان هم په همداوروستیو کې د دلیبیا ملی وفاقی حکومت او د ترکیې ترمینځ د سمندری اومځکنۍ امنیتی موافقه تصویب کړې ده .

 الجزیره ټیلیویژنی چینل راپور ورکړی،دترکیې ولسمشررجب طیباردوغانچې وړمه ورځ تیونس ته په سفرتللی،ددغه هیواد له ولسمشر قیس سعید سره ئې په کتنې کې وئیلی دی، ترکیه د لیبیا د هغه ملی وفاق حکومت د غوښتنې په بڼه کې چې نړیواله ټولنه ئې په رسمیّت پیژندی،دغه هیواد ته  دپوځی ځواک دلیږدولو لپاره تیاره ده .

د ترکیې ولسمشر په عین حال کې هیله ښودلې  ، دلیبیا بحران  په ملی خبرواترو سره حل شی . 

 د ترکیې پارلیمان هم په همداوروستیو کې د دلیبیا  ملی وفاقی حکومت  او د ترکیې ترمینځ د سمندری اومځکنۍ امنیتی موافقه تصویب کړې ده .

 ددغې موافقې په اساس،که د لیبیا حکومت غوښتنه وکړی ،نو ترکیه  دغه هیواد ته پوځی تجهیزات سره د ځواکونو لیږی .

 دترکیې ولسمشرهمداراز د تیونس له ولسمشر قیس سعید سره پخپلې کتنې کې په لیبیا کې د بحران دحل لپاره د برلین په بهیر کې د تیونس،الجزایر او قطر د ګډون په ضرورت هم ټینګار کړی دی .

 اردوغاان په عین حال کې د لیبیا په نښتو کېد روسیې اوسوډان د پیّلو اوتالی څټو د شتون خبرهم ورکړی او وئیلی ئې دی،د جنرال خلیفه حفتر  فعالیتونه غیر قانونی دیاوهیڅ رواوالی نه لری.

د فایز السراج په مشرۍ په طرابلس کې د لیبیا ملی  وفاقی حکومت   د نړیوالې ټولنې له ملاتړه برخمن دی،خو عربستان،مصر او متحده عربی امارات ، د لیبیا دملی پوځ په نامې سره د ډلې  قوماندان جنرال خلیفه حفتر څخه  او همداراز په طرابلس د هغه د ځواکونو د حملې  وسلوال اومالی ملاتړونه  کوی .