د عراق خاوره به د ګاونډیو هیوادونو پرضد استعمال نشي
د عراق خاوره به د ګاونډیو هیوادونو پرضد استعمال نشي
Jan 16, 2020 03:16 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د عراق ولسمشر برهم صالح د قطر له خارجه وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني سره په کتنې کښې ټینګار وکړ عراق به په هیڅ ګاونډي هیواد باندې د حملې لپاره ونه کارول شي .
هغه وویل عراق د سیمې او د نړۍ د قدرتونو ترمینځ د سولې او د ثبات ټکی او د تفاهم عامل کیدلی شي .
د قطر خارجه وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني هم د اوسنیو شرایطو په حساسوالي ټینګار سره د سیمې د امنیت او د هغې د ثبات د ساتلو لپاره سوله ییزو لارو چارو ته د رسیدا لپاره له نړیوالو او سیمه ییزو لورو سره د ګډ کار او د غږملتیا اهمیت ته اشاره وکړه .
ټیګونه