دآل سعود رژيم په جنایتونو ملګرو ملتو سترګې پټې کړي دي
په یمن د عربستان د حملو دریداهیڅ حقیقت نه لری
د یمن په چارو کې د ملګروملتو د سرمنشی ځانګړی استازی مارتین ګریفیتس بیګا ددغې نړیوالې موسسې په امنیت شورا کې د یمن په باب د راپور په وړاندې کولو سره وئیلی دی ، تیره اونۍ د یمن د جنګ له پیلیدا له وخت راهسې ددغه جنګ ځپلی هیواد یوه تر ټولو کراره اونۍ وه او یوازې یوه هوائی حمله شوې ده .
د یمن د پوځ ویندوی جنرال یحیی سریع بیګا له المسیره خبری چینل سره په خبرو کې وئیلی دی ،په تیرو شپو ورځو کې په یمن د سعودی ائیتلاف دحملو زیاتیدا ، دملګروملتو په امنیت شورا کې د یمن په چارو کې ددغه نړیوال اورګان د ځانګړی استازی مارتین ګریفیتس څرګندونې دروغ ثابتې کړی او د آل سعود رژیم په مشرۍ دغه امریکائی ،عبری او مرتجع ائیتلاف دیمن دمظلوم ولس په ضد خپلو تیریو او جنایتونو ته هماغه راز دوام ورکوی .
د یمن په چارو کې د ملګروملتو د سرمنشی ځانګړی استازی مارتین ګریفیتس بیګا ددغې نړیوالې موسسې په امنیت شورا کې د یمن په باب د راپور په وړاندې کولو سره وئیلی دی ، تیره اونۍ د یمن د جنګ له پیلیدا له وخت راهسې ددغه جنګ ځپلی هیواد یوه تر ټولو کراره اونۍ وه او یوازې یوه هوائی حمله شوې ده .
جنرال یحیی سریع وئیلی دی ، دسعودی ائیتلاف هوائی حملې او جنایتونه هره ورځ دوام لری ا و هیڅ کموالی پکې نه دی لیدل شوی .
د یمن دپوځ ویندوی همدرااز روښانه کړې ده ، سعودی ائیتلاف پرون هم درې ځله دیمن په شمال صعده ولایت کې کتاف سرحدی ښار باندې درې ځله سخته بمباری کړې ده .