د عراق عسکرو د ترهګرو وسلې ونیولې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i87355-د_عراق_عسکرو_د_ترهګرو_وسلې_ونیولې
زمونږ خبریال وايي د عراق پوځ په الانبار ولایت کښې تکفیري ترهګرو ته اړونده وسلې کشف او ضبط کړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 18, 2020 11:45 Asia/Kabul
  • د عراق عسکرو د ترهګرو وسلې ونیولې

زمونږ خبریال وايي د عراق پوځ په الانبار ولایت کښې تکفیري ترهګرو ته اړونده وسلې کشف او ضبط کړې .

د عراق پوځیانو په الانبار ولایت کښې د داعش ترهګرو په مرکزونو برید کښې د یوشمیر وسلو په کشفولو سربیره د ترتعقیب لاندې یو(۱) تکفیري ترهګر ونیوه .

د عراق امنیتي ځواکونو دغه راز په نینوا ولایت کښې د داعش ترهګرې ډلې د امنیتي  برخې د مسول نزار النعمه د نیولو خبر ورکړ .

په عراق کښې له ترهګرو ډلو سره زیاتې مالي ، پوځي او استخباراتي مرستې امریکا ، انګلستان ، سعودي عربستان ، متحده عربي امارات، اسرائیل او ځینې نور عرب هیوادونه کوي .