عراقیان دې په امریکاضد لاریونونوکې پراخ شتون ولری
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i87467-عراقیان_دې_په_امریکاضد_لاریونونوکې_پراخ_شتون_ولری
د عراق د لومړی وزیر او پارلیمان پشمول ددغه هیواد زیاتره لوړپوړو چارواکو او اورګانونو ددغه هیواد دخپلواکۍ او حاکمیّت دخلاف ورزۍ په دلیل له عراقه د امریکائی عسکرو ویستل د ورځې یو ضرورت بللی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 23, 2020 12:40 Asia/Kabul
  • عراقیان دې په امریکاضد لاریونونوکې پراخ شتون ولری

د عراق د لومړی وزیر او پارلیمان پشمول ددغه هیواد زیاتره لوړپوړو چارواکو او اورګانونو ددغه هیواد دخپلواکۍ او حاکمیّت دخلاف ورزۍ په دلیل له عراقه د امریکائی عسکرو ویستل د ورځې یو ضرورت بللی دی .

 مهر خبری آژانس د المیادین ټیلویژنی چینل له قوله راپور ورکړی،د عراق د حزب ا...ولسی غورځنګ  کنډکونو د یوې اعلامیې په خپرولو سره له عراقه د امریکائی پوځیانو د وتلو لپاره  د جمعې ورځې په میلیونی مظاهرو کې د عراق د ولس پر پراخ شتون  ټینګار کړی دی .

 په دغې اعلامیې کې  وئیل شوی دی،امریکا په عراق کې پر پاتیکیدو په ټینګار او   د عراق د پارلیمان له مسودې سره په مخالفت سره،ددغه هیواد پرحاکمیّت او خپلواکۍ سترګې پټوی  او دعراق خلک سبا دجمعې په ورځې په مظاهرو کې په ولولناک شتون سره  د امریکا حکومت ته دا پیغام ورکوی،چې د تیریو،ذلت او ذلالت غوښتونکی دی .

د عراقی سرچینو  په اساس،دعراق په میلیونونو خلک به سبا د :انقلاب عشریّن : په  نامې سره د بغداد پشمول په بیلابیلو ښارونو کې د جمعې لمانځه له اداکولو وروسته میلیونی مظاهرې وکړی .

د عراق د لومړی وزیر او پارلیمان پشمول ددغه هیواد زیاتره لوړپوړو چارواکو او اورګانونو ددغه هیواد دخپلواکۍ اوحاکمیّت دخلاف ورزۍ په دلیل له عراقه د امریکائی عسکرو  ویستل د ورځې یو ضرورت بللی دی .