د عربستان په پیسو مو جوماتونه او زیارتونه ویجاړول
شفاء النعمة چې د ابو عبدالباري په نوم هم مشهور دی وایي، د یونس علیه السلام د مبارک زیارت د نړولو فتوا هم ده ورکړې وه.
د داعش ډلې یو نیول شوي مفتي د عراق قضایي شورا ته اعتراف کړی چې سعودي عربستان د جوماتونو او زیارتونو د ړنګولو په اړه دوی ته د فتواګانو او بمونو پیسې ورکولې.
شفاء النعمة چې د ابو عبدالباري په نوم هم مشهور دی وایي، د یونس علیه السلام د مبارک زیارت د نړولو فتوا هم ده ورکړې وه.
شفاء النعمة وایي، چې د ځانګړو پوځي روزنځایونو د مشري ترڅنګ یې پراخ تبلیغاتي کمپاین هم مخته وړه او د ټولو هغو کسانو پرضد یې د مرګ فتواوې صادرولې چې د داعش ضد مفکوره یې درلودله.
هغه وایی، په وروستیو کې یې د موصل د ځینو جوماتونو د الوزولو او د یو شمیر زیارتونو د لمنځه وړلو فتوا هم ورکړه چې له ډلې یې یو هم د حضرت یونس علیه السلام مقبره وه.
دغه داعشی مفتي چې د زرګونو کسانو د سرپریکولو فتوا یې ورکړې ۱۳۶کیلو وزن لري، چې د قضا دیوان د وړلو لپاره په ډاټسن موټر کینول شوی وو.