په ترکیې کې د زلزلې دمرګ ژوبلو شمیر زیات شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i87547-په_ترکیې_کې_د_زلزلې_دمرګ_ژوبلو_شمیر_زیات_شوی_دی
اسلامی ایران له دغې زلزلې سملاسي وروسته د ترکیې له ملت او حکومت سره د خواخوږۍ په ښودلو سره د هرډول مرستو لپاره چمتووالی ښودلی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 27, 2020 03:15 Asia/Kabul
  • په ترکیې کې د زلزلې دمرګ ژوبلو شمیر زیات شوی دی

اسلامی ایران له دغې زلزلې سملاسي وروسته د ترکیې له ملت او حکومت سره د خواخوږۍ په ښودلو سره د هرډول مرستو لپاره چمتووالی ښودلی دی .

 ایرنا خبری اژانس راپورورکړی ، د ترکیې د  ولسمشر مرستیال فواد اوکتای  وئيلي دی ،ددغه  د هیواد وروستۍ شپږ اعشاره اته ریشتري زلزلې د مړو شمیر ۳۵تنو ته رسیدلی او ټپیان هم څه دپاسه یو زر پنځو سوو ته  رسیږي .

  له دې مخکې د ترکیې د بیړني حالت  او بحران  د مدیریت مرکز د دغې زلزلې له امله د مړو شمیر یو دیرش کسان ښودلی ؤ .

له دې سره په یووخت دترکیې د کورنیو چارو وزیرسلیمان سویلو وئيلی دي ،دتیرې جمعې ورځې په زلزلې پسې  تر دې دمه شپږ سوه اته اویا نور ټکانونه هم رامینځةشوي چې  په هغو کې شل موردونه له څلور ریشترو زیات وو .

  هغه وئیلي تر دې دمه  له کنډوالو ۴۵کسان ژغورل شوي دي .

وئیل کیږي ، دغې زلزلې  ډير تاوانونه هم اړولي دي . داپه داسې حال کې دي چې اسلامی ایران  له دغې زلزلې سملاسي وروسته د ترکیې له ملت او حکومت سره د خواخوږۍ په ښودلو سره د هرډول مرستو لپاره چمتووالی ښودلی دی .