د فلسطینیانو دنده د پیړۍ له معاملې سره مبارزه ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i87576-د_فلسطینیانو_دنده_د_پیړۍ_له_معاملې_سره_مبارزه_ده
مهر خبري اژانس وايي د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس ویاند فوزي برهوم وویل د پیړۍ د معاملې له پلان سره مبارزه د فلسطین د ټولو مشرانو دنده ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 28, 2020 09:43 Asia/Kabul
  • د فلسطینیانو دنده د پیړۍ له معاملې سره مبارزه ده

مهر خبري اژانس وايي د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس ویاند فوزي برهوم وویل د پیړۍ د معاملې له پلان سره مبارزه د فلسطین د ټولو مشرانو دنده ده .

دغه راز د ایران په اسلامي شورا کښې د فلسطین له انتفاضې د ملاتړ د نړیوال  کانفرنس  دائمي دارالانشا هم له ټولو نړیوالو موسسو او نړیوالو عمومي افکارو وغوښتل  د پیړۍ د معاملې پلان چې بې شکه په سیمه  کښې به د تاوتریخوالي نوي څپه رامینځته کړي وغندي .

دغه دارالانشا زیاته کړه صهیونیسټ رژیم په میلیونونو بې دفاع خلک په تیره بیا ښځې او ماشومان وژلي ، ژوبل کړي او له خپلو کورونو څخه یې کډوال کړي دي او په لسګونو زره فلسطینیان حتی ماشومان هم د صهیونیسټ رژیم په ویرونکو زندانونو کښې بندیان دي .

هغه په دې خبرې سره چې د پیړۍ د معاملې پلان د فلسطین د ملت پرضد د امریکا او د صهیونیسټ رژيم نوی تیری دی وویل له دغه پلان سره مبارزه او د فلسطین د ملت د ګټو ملاتړ د فلسطین د  مسولانو زړورو فیصلو او دریځونو ته اړتیا لري .

برهوم ټینګار وکړ په فلسطین  کښې په عملي ډول په ټولو بڼو کښې مقاومت باید زیات شي او د فلسطین کورواکه تشکیلات هم د پیړۍ د معاملې د پلان په هکله مهمې رسمي فیصلې ترسره کړي .