دیمن پوځ د عربستان الوتکه نسکوره کړه
Jan 28, 2020 11:02 Asia/Kabul
فارس خبري اژانس وايي د یمن پوځ او ولسي کمیټیو په شمال کښې د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف د جاسوسۍ یوه (۱) الوتکه نسکوره کړه .
ویل کیږي چې د یمن د پوځ او ولسي کمیټیو دافع هوا سیسټم د یمن د شمال په صعده او د سعودي عربستان په جنوب کښې جیزان ته نږدې په الملاحیظ سرحدي سیمه کښې د عربستان د ائتلاف په بې پایلوټه الوتکې برید کړی .
د یمن پوځ او ولسي کمیټیو څوارلس (۱۴) ورځې مخکې هم د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف یوه(۱) جاسوسۍ الوتکه په جیزان کښې په جبل العمود سیمه کښې نسکوره کړي وه .
د یمن پوځ او ولسي کمیټیو په دغه هیواد د سعودي عربستان د ائتلاف د یرغل له پیل راهسې تراوسه د عربستان او دهغه د متحدانو په لسګونو بې پایلوټه الوتکې نسکورې کړي دي .
ټیګونه