هیڅ پلان د فلسطین د خلکو حقوق نشي ضایع کولای
Jan 29, 2020 01:40 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس وايي د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله بیګا په یوې (۱) خبر پاڼه کښې د امریکا د پیړۍ د معاملې د پلان د غندلو په ترڅ کښې وویل هیڅه دسیسه ، معامله او خیانت نشي کولای په خپل ټاټوبي کښې د فلسطین د خلکو حقوق تر پښو لاندې کړي .
حزب الله په دې خبرې سره که چیرې د یوشمیر عربو رژیمونو ښکار او پټ خیانت او سازباز نه وائ نو د پیړۍ د معاملې پلان به نه رامینځته کیده زیاته کړه دغه سپیره پلان به د سیمې د راتلونکي لپاره خطرناکې پایلې ولري .
حزب الله غورځنګ مقاومت د نیواکي ټاټوبو د ازادولو لپاره یوازنی لاره وبلله او ویې ویل خبرې اترې نشي کولای کوم بندي یا ځمکه ازاده کړي بلکې دښمن زیات تیري او ډیر نیواک ته هڅوي .
ټیګونه