هیڅ پلان د فلسطین د خلکو حقوق نشي ضایع کولای
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i87591-هیڅ_پلان_د_فلسطین_د_خلکو_حقوق_نشي_ضایع_کولای
ایرنا خبري اژانس وايي د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله بیګا په یوې (۱) خبر پاڼه کښې د امریکا د پیړۍ د معاملې د پلان د غندلو په ترڅ کښې وویل هیڅه دسیسه ، معامله او خیانت نشي کولای په خپل ټاټوبي کښې د فلسطین د خلکو حقوق تر پښو لاندې کړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 29, 2020 01:40 Asia/Kabul
  • هیڅ پلان د فلسطین د خلکو حقوق نشي ضایع کولای

ایرنا خبري اژانس وايي د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله بیګا په یوې (۱) خبر پاڼه کښې د امریکا د پیړۍ د معاملې د پلان د غندلو په ترڅ کښې وویل هیڅه دسیسه ، معامله او خیانت نشي کولای په خپل ټاټوبي کښې د فلسطین د خلکو حقوق تر پښو لاندې کړي .

حزب الله په دې خبرې سره  که چیرې د یوشمیر عربو رژیمونو ښکار او پټ خیانت او سازباز نه وائ نو د پیړۍ د معاملې پلان به نه رامینځته کیده زیاته کړه دغه سپیره پلان به د سیمې د راتلونکي لپاره خطرناکې پایلې ولري .

حزب الله غورځنګ  مقاومت د نیواکي ټاټوبو د ازادولو لپاره یوازنی لاره وبلله او ویې ویل خبرې اترې نشي کولای کوم بندي یا ځمکه ازاده کړي بلکې دښمن زیات تیري او ډیر نیواک ته هڅوي .