اسلامی هیوادونه دې دپيړۍ له معاملې سره مقابله وکړي
د ایران د خارجه وزارت ویندوي عباس موسوي هم بیګا له دغې جعلي معاملې سره دمخامخیدا لپاره د سیمې له هیوادونوسره ملګرتیا ته چمتووالی اعلان کړی دی .
د ایران د اسلامی شورا مشر علی لاریجانيد پيړۍ دمعاملې له جعلي پلان سره د مقابلې او له ټول پوښتنې او پارلیماني ډيپلوماسۍ څخه په ملاتړ سره د فلسطین د بحران د حل غوښتنه وکړه
ډاکټر علی لاریجاني نن داسلامی هیوادونو دپارلیمانونو مشرانو ته په لیک لیږدولو سره د پيړۍ د معاملې جعلي پلان نندارې ته په وړاندې کولو کې د امریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ په اقدام د کرکې او نفرت په ښودلو سره له دغه جعلی پلان سره داسلامی هیوادونو د سملاسي مقابلې او د فلسطین د بحران پر حل ټينګار وکړ .
ډاکټر لاریجاني ددې خبرې په کولو سره چې د پيړۍ د معاملې دپلان نندارې ته وړاندې کیدا چې د فلسطین د موضوع د حل په باب د د رستو نړیوالو موافقو،قوانینو،دملګروملتو،عربی اتحادئې،د اسلامی ملګرتیاموسیسې د منشور خلاف ورزي ده ،ووئيل ، اسلامی ایران د یوه ډيموکراټيک او سیاسی پلان په ثبتولو سره ، د ملګروملتو په وسیله د فلسیطین د اصلی اوسیدونکو په ګډون سره په نیواکي ټاټوبو کې د ټول پوښتنې ترسره کیدا . له اوسني بحران څخه وتل او د فلسطین د قضیې عادلانه حل ، د بې دفاع فلسطین او دمظلوم ملت حق وبالۀ.
د ایران د اسلامی شورا مشر د اسلامی هیوادونو دپارلیمانونو له مشرانو غوښتي څو د پیړۍ د معاملې له جعلي پلان سره د مقابلې لپاره دې لازمه هڅه وکړي او د پارلیماني ډ يپلوماسۍ له ظرفیّته په استفادې او د ټول پوښتنې د ترسره کیدا له پلان څخه په ملاتړ سره دې د فلسطین د بحران د حل له بهیر سره لازیاته مرسته وکړي .
داپه داسې حال کې دي ، چې د ایران د خارجه وزارت ویندوي عباس موسوي هم بیګا له دغې جعلي معاملې سره دمخامخیدا لپاره د سیمې له هیوادونوسره ملګرتیا ته چمتووالی اعلان کړی دی .عباس
د امریکا ولسمشر ټرمپ بیګا په سپينې ماڼۍ کې د صهیونیسټ رژيم له لومړي وزیر بین یامین نتن یاهو سره راڅرګند شو او د پيړۍ د معاملې په نامې سره خپل جعلي پلان اعلان کړ . ددغه پلان په اساس قدس شریف د صهیونیسټ رژيم رسمي پلازمینه بلل شوې ،د اردن سین په لویدیځي غاړې کې موجود ښارګوټي او درست قدس تیرګیر صهونیسټي رژيم ته سپارل شوی او د فلسطینیو کډوالو دبیرته ستنیدا په حق بشپړ سترګې پټې شوي دي .