فلسطین هیڅکله هم د خرڅولو نه دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i87656-فلسطین_هیڅکله_هم_د_خرڅولو_نه_دی
حتی که د مسلمانانو سرونه له بدنونو غوڅ کړي، نو بیا هم د خپلې خاورې یوه ذره هم پرَدیو ته نه ورکوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 01, 2020 03:53 Asia/Kabul
  • فلسطین  هیڅکله هم د  خرڅولو نه دی

حتی که د مسلمانانو سرونه له بدنونو غوڅ کړي، نو بیا هم د خپلې خاورې یوه ذره هم پرَدیو ته نه ورکوي.

 المسیره ټيلیویژني چینل راپورورکړی،د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ دسیاسی دفتر یوه مسئول مقام  خالد البطش  پرون دغزې  د لګسونو زره مظاهره چیانو په ټول کې  په یمن کې په صنعا کې د لکونو خلکو په لاریون کې ژوندي ډول هم خپرید،  زیاته کړې ،  په غزې او صنعاء کې  کلک مقاومت کوو څو ووایو چې  فلسطین هیڅکله هم د خرڅولو نه دی .

Image Caption

 

 البطش ددې خبرې په کولو سره چې له غزې ترصنعاء پورې،له دښمنانو سره دمقابلې لپاره وینه او برخلیک یو دی ،ټينګار کړی ،هغو وسلو اوبمونو خاوندان چې په غزې باندې بمباري کوي،د هماغو کسانو  بمونه دي ، چې په یمن  هم بمبارۍ کې کارول کیږي .

هغه  صهونیسټ وحشي رژيم په امن کې د ساتلو په موخې سره د اسلامی هیوادونو ترمینځ د تفرقې او درز د رامینځة کولو لپاره  ددښمنانو هڅې ته په اشارې سره وئيلی دي،حتی که د مسلمانانو سرونه له بدنونو غوڅ  کړي، نو بیا هم د خپلې خاورې یوه ذره هم پرَدیو ته  نه ورکوي.

 دیمن د صنعاء او صعده  په لکونو خلکو هم پرون د پیړۍ  دمعاملې د توکمیز پلان په ضد  پراخې مظاهرې کړي او د فلسطین له مظلوم ملت سره خپل پیوستون اعلان کړی دی .  

Image Caption