له عراقه د امریکائي ترهه ګرو پوځیانو وتل پيل شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i87852-له_عراقه_د_امریکائي_ترهه_ګرو_پوځیانو_وتل_پيل_شوي_دي
د عراق د پارلیمان استازو د جنورۍ په پنځمه له عراقه د درستو امریکائي ترهه ګرو پوځيانو د وتلو مسوده تصویب کړه او دغه راز ئې دعراق له هوائي حریمه په هر دلیل د امریکائي ترهه ګر پوځ د استفادې د منع کولو غوښتنه هم کړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 10, 2020 11:01 Asia/Kabul
  • له عراقه د امریکائي ترهه ګرو پوځیانو وتل پيل شوي دي

د عراق د پارلیمان استازو د جنورۍ په پنځمه له عراقه د درستو امریکائي ترهه ګرو پوځيانو د وتلو مسوده تصویب کړه او دغه راز ئې دعراق له هوائي حریمه په هر دلیل د امریکائي ترهه ګر پوځ د استفادې د منع کولو غوښتنه هم کړې .

فارس خبری آ ژانس  راپور ورکړی ، د  عراق د پارلیمان ددفاعي  او امنیتی چارو د کمیشن یوه مسئول مقام  علی الغانمي  نن په بغداد کې د خبریالانو په ټول کې ووئیل ، امریکا  په عراق کې له خپلو څو پوځي مرکزونو ویتسل پیل کړي دي  او ټينګار لري ، چې  په اربیل او عین الاسد دوو سترو پوځي مرکزونو کې پاتې شي ، خو د عراق پارلیمان او ولس  له د رستو پوځي مرکزونو د د وي  پر ویستلو ټينګار کوي .

 د جنورۍ په دریمه نیټه په بغداد کې د امریکا  په ترهه ګرې حملې پسې چې  د مقاومت د چورلیز د مهم کمانډر  سردار قاسم سلیماني او د عراق د الحشد الشعبي مبارز ولسی ځواک  د مرستیال مشر  ابومهدي المهندس د شهادت سبب شوي،د عراق د پارلیمان استازو د جنورۍ په پنځمه  له عراقه د درستو امریکائي ترهه ګرو پوځيانو  د وتلو مسوده تصویب کړه  او دغه راز ئې   دعراق له هوائي حریمه  په هر دلیل د امریکائي ترهه ګر پوځ د  استفادې د منع کولو غوښتنه هم  کړې .