له عراقه د امریکائي ترهه ګرو پوځیانو وتل پيل شوي دي
د عراق د پارلیمان استازو د جنورۍ په پنځمه له عراقه د درستو امریکائي ترهه ګرو پوځيانو د وتلو مسوده تصویب کړه او دغه راز ئې دعراق له هوائي حریمه په هر دلیل د امریکائي ترهه ګر پوځ د استفادې د منع کولو غوښتنه هم کړې .
فارس خبری آ ژانس راپور ورکړی ، د عراق د پارلیمان ددفاعي او امنیتی چارو د کمیشن یوه مسئول مقام علی الغانمي نن په بغداد کې د خبریالانو په ټول کې ووئیل ، امریکا په عراق کې له خپلو څو پوځي مرکزونو ویتسل پیل کړي دي او ټينګار لري ، چې په اربیل او عین الاسد دوو سترو پوځي مرکزونو کې پاتې شي ، خو د عراق پارلیمان او ولس له د رستو پوځي مرکزونو د د وي پر ویستلو ټينګار کوي .
د جنورۍ په دریمه نیټه په بغداد کې د امریکا په ترهه ګرې حملې پسې چې د مقاومت د چورلیز د مهم کمانډر سردار قاسم سلیماني او د عراق د الحشد الشعبي مبارز ولسی ځواک د مرستیال مشر ابومهدي المهندس د شهادت سبب شوي،د عراق د پارلیمان استازو د جنورۍ په پنځمه له عراقه د درستو امریکائي ترهه ګرو پوځيانو د وتلو مسوده تصویب کړه او دغه راز ئې دعراق له هوائي حریمه په هر دلیل د امریکائي ترهه ګر پوځ د استفادې د منع کولو غوښتنه هم کړې .